اسلام اباد : د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سعودي عرب له ولي عهد او وزیراعظم محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې پر سعودي عرب د حوثیانو وروستي بریدونه غندلي او له سعودي عرب سره یې د پاکستان د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د پاکستان د وزیراعظم دفتر وايي، شهباز شریف ویلي چې د حوثیانو بریدونه د سیمې امن او امنیت ته جدي ګواښ دی او د نړیوال اقتصاد او د انرژۍ د رسولو بهیر هم اغېزمنولی شي.
شهباز شریف ویلي، پاکستان به په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. هغه د روان کړکېچ پر مهال د سعودي ولي عهد د رول ستاینه هم کړې ده.
د سعودي عرب رسمي خبري اژانس د سپتمبر پر ۱۳مه ویلي، چې محمد بن سلمان له شهباز شریف سره په خبرو کې د سیمې پر حالاتو او د کړکېچ د کمولو پر روانو هڅو خبرې کړې دي.
د پاکستان د وزیراعظم دفتر وايي، محمد بن سلمان د سعودي عرب لپاره د پاکستان د ملاتړ او په سیمه کې د امن او ثبات لپاره د اسلام اباد د هڅو ستاینه کړې ده.
دا ټیلیفوني خبرې وروسته له هغه شوې چې حوثیانو په وروستیو ورځو کې د سعودي عرب پر ښارونو، پوځي اډو او د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه کړي دي.
پاکستان تر دې مخکې هم دغه بریدونه غندلي وو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سپتمبر پر ۱۰مه ویلي وو چې د سعودي عرب، پاکستان او ترکیې ترمنځ د مکې د ګډې دفاع د تړون له مخې د حوثیانو پر ضد د پاکستان د پوځي اقدام په اړه تر اوسه خبرې نه دي شوې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو چې که د تړون له مخې د اقدام وخت راشي، پاکستان به اقدام وکړي.


شال نیوز