واشنګټن : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو کمپنیانو ته خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې پر مهال ډېر احتیاط وکړي، ځکه طالبان لا هم د امریکا د بندیزونو په ځانګړي نوملړ کې شامل دي.

 

د وزارت یو ویاند ،د سپتمبر په ۱۳مه، ویلي دي، هغه امریکايي کمپنیانې چې په افغانستان کې کاروبار، پانګونه یا نورې معاملې کوي، باید د خپلو کارونو قانوني اړخونه له مخکې وڅېړي او د امریکا د بندیزونو له سرغړونې ځان وساتي.

 

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د څار اداره وايي، چې افغانستان په ټولیز ډول د امریکا تر بشپړو بندیزونو لاندي نه دی، خو له هغو کسانو، ادارو او ډلو سره راکړه ورکړه عموماً منع ده چې د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي. د دې ادارې په وینا، طالبان او حقاني شبکه په همدې نوملړ کې دي.

 

دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شوی چې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته سفر وکړ او هلته یې د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت او د سعودي عربستان د ډلټا انرژۍ کمپنی ترمنځ د تېلو او ګازو د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړ.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خلیلزاد د سفر په اړه ویلي چې نوموړی د امریکا د حکومت کارکوونکی نه دی، د واشنګټن استازیتوب نه کوي او خپل کارونه په شخصي توګه کوي.

 

د طالبانو د حکومت د رسنیو مرکز وايي، چې له ډلټا انرژۍ کمپنی سره شوی تړون د کشک ـ تیرپل د تېلو او ګازو حوزې د پلټنې او استخراج لپاره دی. دا حوزه د هرات او بادغیس ترمنځ پرته ده او شاوخوا ۲۲ زره کیلومتره مربع سیمه رانغاړي.

 

سعودي شرکت د افغانستان د تېلو او ګازو په برخه کې ۲۰۰ میلیونه ډالره لومړنۍ پانګونه کوي
سعودي شرکت د افغانستان د تېلو او ګازو په برخه کې ۲۰۰ میلیونه ډالره لومړنۍ پانګونه کوي
امریکا : خلیلزاد له طالبانو سره په شخصي حیثیت لیدلي
امریکا : خلیلزاد له طالبانو سره په شخصي حیثیت لیدلي

 

د تړون له مخې، ډلټا انرژي به په لومړي پړاو کې ۲۰۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي. طالب چارواکي وايي، چې د دې پروژې موخه د افغانستان د طبیعي زېرمو کارول، د انرژۍ تولید او د خلکو لپاره د کار زمینې برابرول دي.

 

ځینو نړیوالو رسنیو لیکلي دي چې د همدې پروګرام یوه برخه له هراته تر سپین بولدکه د ګازو د یوې نللیکې د امکان څېړنه هم ده. د دې نللیکې اوږدوالی شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره یاد شوی او اټکلي لګښت یې تر ۱۰ میلیارده ډالرو پورې ښودل شوی دی.

 

خو د دې پروژې عملي کېدل د ګازو د زېرمو د ثابتېدو، تخنیکي او اقتصادي څېړنو، د پیسو برابرېدو او وروستۍ پرېکړې پورې تړلي دي. شنونکي وايي، دا تړون ښيي چې طالبان د بهرنیو پانګونو د راجلبولو هڅه کوي، خو د امریکا بندیزونه او قانوني محدودیتونه لا هم د امریکايي کمپنیانو لپاره مهم خنډ دی.