قشم : د ایران دولتي رسنۍ وايي، چې د قشم او هنګام ټاپوګانو ته نږدې یوه ایراني سوداګریزه بېړۍ په برید کې لګېدلې ده چې یو کس پکې وژل شوی او لږ تر لږه درې نور ژوبل شوي دي.

 

د قشم چارواکي وايي، پېښه ،د سپتمبر په ۱۳مه، سهار شاوخوا پنځه بجې شوې ده. د هغوي په وینا، برید پر هغه بېړۍ شوی دی چې د هرمز تنګي له لارې روانه وه. چارواکو ویلي دي، چې وژل شوی کس د بېړۍ د عملې غړی و.

 

د ایران دولتي خبري ادارې د قشم د چارواکو له قوله ویلي دي چې پر بېړۍ ناڅرګند توغندی یا ګولۍ لګېدلې، خو تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې برید چا کړی دی. د قشم والي دا پېښه د «دښمن ترهګریز برید» بللی، خو د دې خبرې خپلواک تایید لا نه دی شوی.

 

ایران په هرمز تنګي کې د امریکا د یو پرمختللي بې‌ پیلوټه ابدوز د نیولو دعوه کړې
ایران په هرمز تنګي کې د امریکا د یو پرمختللي بې‌ پیلوټه ابدوز د نیولو دعوه کړې
حوثیانو د باب‌ المندب په منځ کې میون ټاپو نیولی؛ سعودي پر المخا هوايي بریدونه کړي
حوثیانو د باب‌ المندب په منځ کې میون ټاپو نیولی؛ سعودي پر المخا هوايي بریدونه کړي

 

د برتانیا د سمندري سوداګرۍ د څار ادارې هم ویلي دي چې په هرمز تنګي کې یوې بېړۍ ته د توغندي یا ګولۍ د لګېدو راپور ور رسېدلی دی. دې ادارې د زیان او مرګ‌ ژوبلې په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.

 

هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی. په وروستیو میاشتو کې په دې سیمه کې د سمندري امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. تر اوسه امریکا یا کومې بلې خوا د دې پېښې په اړه سمدستي رسمي غبرګون نه دی ښودلی. د برید مسوولیت هم چا نه دی منلی.