تهران : د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک دعوه کړې چې د هرمز تنګي په خوله کي یې د امریکا د سمندري ځواک یو بې‌پیلوټه آبدوز نیولی دی. د سپاه پاسداران په وینا، دا ابدوز ،د سپتمبر په ۸مه، د استخباراتي او عملیاتي کارروایۍ پر مهال نیول شوی او اوس د ایران په واک کي دی. ایران دا د امریکا له پرمختللو او هوښیارو بې‌پیلوټه آبدوزونو څخه بللی دی.

 

ایراني رسنیو ویلي، نیول شوی آبدوز د «ډایو اېل ډي» ماډل دی چې د امریکا د انډوریل په نوم دفاعي شرکت جوړ کړی. دا شاوخوا ۵ اعشاریه ۸ متره اوږد دی او د اوبو لاندې په خپل سر د فعالیت توان لري.

 

د جوړوونکي شرکت د معلوماتو له مخې، دغه آبدوز د سمندري ماینونو د موندلو، د سمندر د تل د نقشې جوړولو، د معلوماتو راټولولو او د اوبو لاندې د کېبلونو او پایپ لاینونو د کتنې لپاره کارېدلی شي. دا تر لسو ورځو پورې په اوبو کي پاتې کېدای شي او تر شپږ زره مترو ژوروالي پورې د تګ وړتیا لري.

 

ایران وايي، دغه ماډل په ۲۰۲۵ کال کي د امریکا سمندري ځواک ته سپارل شوی و او نیول یې د امریکا د پرمختللې سمندري ټکنالوژۍ د ترلاسه کولو مهمه پېښه ده.

 

خو د امریکا مرکزي قوماندانۍ د ایران د دعوې په ځواب کي ویلي، دغه بې‌پیلوټه آبدوز تر نیول کېدو یوه ورځ وړاندې خراب شوی و او نور یې کار نه کاوه.

 

 

 

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویاند ویلي، دا یو زوړ ماډل و چې حساس معلومات، پټ رادار یا ځانګړي پوځي وسایل پکي نه وو. د امریکا په وینا، آبدوز په سیمه کي د اوبو د سروې لپاره کارول کېده.

 

امریکايي چارواکو د وسیلې د ایران لاس ته لوېدل منلي، خو د تهران دا خبره یې رد کړې چې ګنې ایران یو فعال او ډېر حساس امریکايي پوځي آبدوز نیولی دی.

 

رویټرز وايي، تر اوسه یې په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې چې ایران دغه آبدوز په کومو حالاتو کي نیولی او ایا د نیول کېدو پر مهال فعال و که مخکې خراب شوی و.

 

دا پېښه په داسې وخت کي شوې چې د هرمز تنګي او شاوخوا سمندري سیمو کي د ایران او امریکا ترمنځ پوځي تاوتریخوالی زیات شوی دی. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او نورو انرژۍ سرچینو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي.