واشنګټن : امریکايي چارواکي وايي، چې ایران د اردن پر یوه امریکايي پوځي اډه تر برید مخکې د چینايي ادارو له خوا برابر شوي د لوړ کیفیت سیټلايټ تصویرونه ترلاسه کړي وو.
وال سټریټ جرنل د امریکايي چارواکو له قوله وايي، چې ایران د جولایۍ د ۱۷مې تر برید مخکې او له برید وروسته د اډې سیټلايټ تصویرونه ترلاسه کړي وو. په دغه برید کې درې امریکايي سرتېري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.
امریکايي چارواکي وايي، چې د اډې د ځینو مشخصو برخو په نښه کېدو ته په کتو، واشنګټن باور لري چې دغو تصویرونو ایران ته د هدفونو په پېژندلو او د برید په کره کولو کې مرسته کړې ده.
د راپور له مخې، سیټلايټ تصویرونو ایران ته د اډې دننه د ودانیو، د سرتېرو د اوسېدو د ځایونو او نورو مهمو برخو په اړه روښانه معلومات ورکول.
چارواکي وايي، ایران له برید وروسته هم د سیمې تصویرونه ترلاسه کړي وو، چې د اوښتو زیانونو د ارزولو لپاره ترې کار اخیستل کېدی شو.
امریکا تر اوسه هغه چینايي ادارې نه دي نومولي چې ویل کېږي دغه تصویرونه یې ایران ته برابر کړي وو. واشنګټن د چین حکومت هم په مستقیم ډول په دغه برید کې په لاس لرلو نه دی تورن کړی.
خو امریکايي چارواکي وايي، چې چینايي سیټلايټ معلوماتو ته د ایران لاسرسی د تهران د توغندیو او ډرونونو د هدفي برید وړتیا پیاوړې کړې ده.
امریکا تر دې مخکې هم پر یو شمېر چینايي ادارو بندیزونه لګولي او ویلي یې وو چې هغوي ایران ته داسې سیټلايټ معلومات ورکوي چې د امریکايي ځواکونو او پوځي ځایونو د څار لپاره ترې کار اخیستل کېدی شي.
چین دا تورونه رد کړي او وايي، له ایران سره یې همکاري د نړیوالو قوانینو له مخې ده.
دا راپور په داسې وخت کې خپور شوی دی چې د امریکا او چین اړیکې د ایران، سوداګرۍ او امنیتي مسایلو پر سر له وړاندې له کړکېچ سره مخ دي. ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین پینګ د سپتمبر پر ۲۴مه سره وګوري.


شال نیوز