تهران : ایران د «قاسم بصیر» بالستیک توغندي د نوو وړتیاوو په اړه معلومات ورکړي دي او وايي، چې دغه توغندی لږ تر لږه ۱۲۰۰ کیلومتره فاصله وهلی شي، شاوخوا نیم ټن باروتي مواد لېږدولی شي او د خپل هدف ویشتو صلاحیت یې زیات شوی دی.

 

د ایران د ملي امنیت شورا مشر محسن رضايي ویلي دي، چې تهران به نور د ګواښ تر عملي کېدو انتظار نه کوي، بلکې د اړتیا په صورت کې به له ګواښ مخکې اقدام کوي. د ایران دولتي رسنیو د نوموړي له قوله دا د هېواد په دفاعي تګلاره کې نوی بدلون بللی دی.

 

رضايي دا هم ویلي دي چې ایران خپله نوې توغندیزه وړتیا د امریکا د یوې جنګي بېړۍ پر ضد ازمویلې ده. خو دا لا روښانه نه ده چې نوموړي د «قاسم بصیر» توغندي خبره کوله او که د بېړیو پر ضد د بل ډول توغندي. امریکا د ایران دا خبره نه ده تایید کړې.

 

«قاسم بصیر» په اصل کې نوی توغندی نه دی. ایران دا د ۲۰۲۵م کال په مې میاشت کې لومړی ځل نندارې ته وړاندې کړی و. تازه خبره د دغه توغندي د نوو وړتیاوو او له ګواښ مخکې د اقدام په اړه د ایران د نوې تګلارې اعلان دی.

 

د ۱۲۰۰ کیلومتره فاصلې له کبله دغه توغندی، د توغولو د ځای له مخې، د فارس خلیج په هېوادونو او عراق کې د امریکا ګڼ پوځي مرکزونه په نښه کولی شي. بحرین، قطر، کویت، متحده عربي امارات او د سعودي عربستان ختیځې سیمې هم د ایران له ځینو سیمو څخه د دې فاصلې دننه راځي. د ایران له لوېدیځو سیمو څخه د اسرابیل ځینې برخې هم د دې توغندي تر فاصلې لاندي راتلی شي.

 

دا اعلان په داسې وخت کې شوی دی چې د ایران او امریکا ترمنځ په فارس خلیج او هرمز تنګي کې پوځي تاوتریخوالی بیا زیات شوی دی. امریکا وايي، د سپتمبر پر ۵مه ایراني ځواکونو پر امریکايي جنګي بېړیو بالستیک توغندي وویشتل، خو بېړۍ ترې بچ شوې. امریکا وروسته درې ایراني تېل وړونکې بېړۍ وویشتلې.