نیویارک : په امریکا کې نن، د سپتمبر پر ۱۱مه، د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر ۱۱مې د بریدونو ۲۵مه کلیزه ولمانځل شوه. په نیویارک، واشنګټن او پنسلوانیا کې د قربانیانو کورنۍ، ژوندي پاتې شوي کسان، اور وژونکي، پولیس، چارواکي او عام خلک راټول شول او د وژل شویو کسانو یاد یې تازه کړ.

 

په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز د پخوانیو برجونو پر ځای جوړ شوي یادګار کې مراسم سهار په ۸:۴۶ بجو د یوې شېبې چوپتیا سره پېل شول. دا هماغه وخت و چې ۲۵ کاله وړاندې د امریکن ایرلاینز یوه تښتول شوې الوتکه د نړیوال سوداګریز مرکز له شمالي برج سره ولګېده.

 

 

د امریکا مرستیال ولسمشر جی دي وېنس ورسره د امریکا پخواني ولسمشران جارج ډبیو بوش او جو بایډن د نمانځغونډې پر مهال

 

له دې وروسته د قربانیانو خپلوانو د وژل شویو کسانو نومونه ولوستل. د ۱۹۹۳م کال د نړیوال سوداګریز مرکز په بمي برید کې د وژل شویو شپږو کسانو نومونه هم د مراسمو پر مهال ولوستل شول. سږ کال د هغو کسانو په یاد هم د یوې شېبې چوپتیا وشوه چې د برجونو له نړېدو وروسته د دوړو او ورسره تړلو ناروغیو له امله په راتلونکو کلونو کې مړه شوي دي.

 

د یادګار پر لوحو ګلان او واړه امریکايي بیرغونه اېښودل شوي وو او د قربانیانو ځینو کورنیو د خپلو خپلوانو عکسونه هم له ځان سره راوړي وو.

 

په واشنګټن کې د پنټاګون مخې ته هم ځانګړې غونډه وشوه. ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مېرمن یې مېلانیا ټرمپ په مراسمو کې ګډون وکړ. هلته د هغو ۱۸۴ کسانو یاد تازه شو چې د یوې تښتول شوې الوتکې د پنټاګون له ودانۍ سره د لګېدو پر مهال وژل شوي وو.

 

 

د د پنټاګون مخې ته نمانځغونډه کې ولسمشر ټرمپ او د هغه مېرمن

 

د مراسمو پر مهال د قربانیانو نومونه ولوستل شول او د پنټاګون پر ودانۍ یو لوي امریکايي بیرغ وغوړول شو. ټرمپ په خپله وینا کې د وژل شویو کسانو یاد وکړ او ویې ویل چې امریکا به د سپتمبر ۱۱مې پېښه هېره نه کړي.

 

په پنسلوانیا کې د شینکسویل په سیمه کې هم د هغې الوتکې د مسافرو او عملې په یاد غونډه وشوه چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر ۱۱مه هلته لوېدلې وه. په الوتکه کې سپرو کسانو د تښتوونکو پر وړاندې مقاومت کړی و. الوتکه په یو میدان کې ولوېده او ۴۰ مسافر او د عملې غړي پکې ووژل شول.

 

سپتمبر ۱۱مه، ۲۵ کاله وروسته؛ یادونه، پوښتنې، نوي امنیتي ګواښونه، له ۶۰ زرو زیات وژل شوي پښتانه، افغانستان او نیمګړې هیلې
سپتمبر ۱۱مه، ۲۵ کاله وروسته؛ یادونه، پوښتنې، نوي امنیتي ګواښونه، له ۶۰ زرو زیات وژل شوي پښتانه، افغانستان او نیمګړې هیلې

 

په شینکسویل کې د قربانیانو نومونه ولوستل شول، زنګونه ووهل شول او د هغوي په یاد ګلان کېښودل شول.

 

د امریکا په نورو ښارونو کې هم بیرغونه نیم ځوړند وو او د قربانیانو په یاد بېلابېلې غونډې وشوې. د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر ۱۱مه د القاعدې ۱۹ کسانو څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې. دوې الوتکې د نیویارک د نړیوال سوداګریز مرکز له دوو برجونو سره ولګېدې، یوې د پنټاګون ودانۍ ووهله او څلورمه په پنسلوانیا کې ولوېده.

 

بورډ بازار، د احمد شاه مسعود ګرمه کږه چترالۍ خولۍ، د پنجشېر جګړه او د پېښور بدلون
بورډ بازار، د احمد شاه مسعود ګرمه کږه چترالۍ خولۍ، د پنجشېر جګړه او د پېښور بدلون

 

د سپتمبر ۱۱مې په بریدونو کې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول. له دغو بریدونو وروسته امریکا په افغانستان کې جګړه پېل کړه، د طالبانو لومړنی حکومت نسکور شو او د القاعده پر ضد پراخ عملیات پېل شول.

 

نن، ۲۵ کاله وروسته، د امریکا په بېلابېلو سیمو کې د دغې ورځې قربانیان یو ځل بیا یاد شول او د هغوي کورنیو د خپلو خپلوانو یاد تازه کړ.