د احمد شاه مسعود نوم ما لومړی په کوم کتاب، اخبار یا رسمي وینا کې نه و اورېدلی. ما دا نوم د اتیايمې لسیزې په پېښور کې، د بورډ بازار په هوټلونو او د افغان کډوالو په خبرو کې واورېد.
هغه وخت کچه ګړۍ زموږ له سیمې لرې نه و. د افغان کډوالو دا کمپ په ۱۹۸۰م کال کې جوړ شوی و. په زرګونو افغانان پکې اوسېدل او د هغوي ژوند ورو ورو د پېښور د ژوند یوه برخه ګرځېدلی و.
موږ چې ماشومان او تنکي ځوانان وو، د افغانستان جګړه مو لومړی د خبر له لارې نه، بلکې د خپلو نویو ګاونډیانو له لارې وپېژندله.

هرې کورنۍ له ځان سره یوه کیسه راوړې وه.
چا خپل کور پرېښی و، د چا کلی بمبار شوی و، چا خپل پلار یا ورور په جګړه کې له لاسه ورکړی و او چا به د مجاهدینو د جګړو کیسې کولې.
موږ ته د هغوي د ژوند ډېر شیان نوي وو. د افغان ښځو نیلي برقعې، د خلکو جامې، د خبرو انداز او نوي خوراکونه.
بورډ بازار هم ورسره بدلېده.
واړه دوکانونه او هوټلونه ډېرېدل. کابلي پلو، منتو او کباب ورو ورو د بازار له پېژندل شوو خوراکونو شول. خو زموږ لپاره یوازې خوراک نوی نه و.

په ځینو هوټلونو کې وي سي ار او روسي رنګین ټلوېزیونونه هم راغلي وو.
د وي سي ار په کېسټ کې به د پنجشېر د جګړې ویډیوګانې د روسي رنګین ټلوېزیون پر شیشه ښودل کېدې. غرونه به وو، جګړه به وه، روسي ټانکونه او زغره وال ګاډي به لیدل کېدل او مجاهدین به د غرونو په منځ کې ګرځېدل.
په دغو تصویرونو کې به وخت ناوخت یو نری، ارام سړی راښکاره شو. پر سر به یې ګرمه چترالي ټوپۍ وه.
خلکو به ویل: احمد شاه مسعود.
.jpeg)
موږ هغه وخت نه پوهېدو چې احمد شاه مسعود څوک دی. یوازې دومره مو اورېدل چې په پنجشېر کې له روسانو سره جنګېږي.
افغانانو به یې ډېرې کیسې کولې. چا به د هغه د جګړې ستاینه کوله، چا به د روسانو پر ضد د پنجشېر د مقاومت خبره کوله او چا به ویل چې شوروي پوځ څو ځله پنجشېر ته ورغلی، خو مسعود یې مات نه کړ.
همدغو جګړو د هغه نوم له پنجشېر او افغانستانه بهر هم مشهور کړ او «د پنجشېر زمری» نوم ورسره وتاړه.
خو موږ ته هغه وخت دا ټول تاریخ نه و معلوم.
.jpeg)
زموږ لپاره مسعود د وي سي ار په کېسټ کې د روسي رنګین ټلوېزیون پر شیشه هغه سړی و چې ګرمه چترالي ټوپۍ به یې پر سر وه.
کلونه تېر شول.
زه خبریال شوم.
افغانستان زما د خبریالۍ د ژوند یوه مهمه برخه شو او هغه نومونه چې ما په بورډ بازار کې اورېدلي وو، وروسته مې د جګړې او سیاست په منځ کې له نږدې وپېژندل.
د احمد شاه مسعود په اړه زما لومړنی تصویر هم بدل شو.
مسعود یوازې د شوروي پر ضد د جګړې قوماندان نه و.
د نجیب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته، په ۱۹۹۲م کال کې د مجاهدینو حکومت کابل ته داخل شو او مسعود د دفاع وزیر شو.
خو هغه څه چې د شوروي پر ضد د جهاد د بریا په توګه پېل شوي وو، ډېر زر د مجاهدینو ترمنځ په خونړۍ جګړه بدل شول.

کابل د بېلابېلو ډلو د جګړې ډګر شو. راکټونه پرې ولګېدل، زرګونه کسان ووژل شول او د ښار لویې برخې ورانې شوې.
مسعود د دې دورې له تاریخ څخه جلا کېدی نه شي.
هغه د حکومت د دفاع وزیر او د جمعیت اسلامي تر ټولو مهم پوځي قوماندان و. په ځانګړي ډول د ۱۹۹۳م کال د فبرورۍ د افشار عملیات د هغه د میراث یوه سخته برخه ده.
د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دي چې د جمعیت اسلامي او د عبدالرب رسول سیاف د اتحاد اسلامي ځواکونو د افشار په عملیاتو کې ملکي خلک ووژل، کسان یې وتښتول او نورې جدي سرغړونې وشوې.
نو که د مسعود په اړه یوازې د پنجشېر خبرې وشي او کابل او افشار هېر شي، د هغه د ژوند بشپړ انځور نه وړاندې کېږي.
خو د هغه کیسه هم په افشار نه ختمېږي.
طالبانو چې کابل ونیو، مسعود بېرته د مقاومت جګړې ته لاړ.

په راتلونکو کلونو کې هغه د طالبانو پر ضد د شمالي ټلوالې تر ټولو مهم پوځي مشر شو. د ژوند په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې هم بدلې شوې وې.
مسعود په یوه مرکه کې ویلي وو چې د افغانستان راتلونکی حکومت باید د خلکو په رایه جوړ شي. هغه د نارینه وو او ښځو د رایې ورکولو او انتخاباتو ته د درېدو ملاتړ هم کړی و.
دا خبرې ځکه مهمې دي چې د یو داسې سړي له خولې کېدې چې د ژوند ډېره برخه یې په جګړه کې تېره کړې وه.
خو دلته یوه پوښتنه پیدا کېږي:
ایا احمد شاه مسعود په رښتیا له یو پوځي قوماندان څخه په یو سیاسي مشر د بدلېدو په حال کې و؟ که دا یوازې هغه خبرې وې چې هېڅکله په واک کې ونه ازمویل شوې؟
د دې پوښتنې ځواب تاریخ ته پاتې نه شو.
د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر نهمه دوه کسان، چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، د مرکې لپاره مسعود ته ورغلل.
هغوي د شمالي افغانستان په خواجه بهاالدین کې څو ورځې د مرکې لپاره انتظار کړی و.
کله چې مرکه پېل شوه، چاودنه وشوه.
.jpeg)
چاودېدونکي مواد په ویډیو وسایلو کې پټ شوي وو. مسعود سخت ټپي شو او وروسته یې ژوند له لاسه ورکړ.
فهیم دشتي هم په هماغه خونه کې و. هغه سخت ټپي شو، خو ژوندی پاتې شو.
کلونه وروسته فهیم دشتي زما له نږدې دوستانو شو. په کابل کې مو څو ځله د مسعود د ژوند او د هغه د وروستۍ ورځې په اړه خبرې کړې وې.
دشتي یو ځل راته د هغو دوو کسانو د مرکې د برابرېدو په اړه داسې خبره وکړه چې زما په ذهن کې پاتې شوه.
هغه راته وویل چې د هغوي د مرکې لپاره ورسره څو ځله خبرې شوې وې او د استاد عبدالرب رسول سیاف نوم یې هم په دې لړ کې واخیست.
زه دا خبره د فهیم دشتي له قوله لیکم.
دا یوه شخصي خبره وه چې هغه ماته کړې وه. زه یې د ثابت شوي تاریخي حقیقت په توګه نه وړاندې کوم. ځکه د دې پېښې په اړه بل ثبت شوی روایت هم شته.
.jpeg)
سیاف د مسعود له وژل کېدو وروسته ویلي وو چې دغو دوو کسانو ورسره هم مرکه کړې وه، د هغوي پر چلند یې شک پیدا شوی و او مسعود ته یې دوه ځله ویلي وو چې باید په اړه یې پلټنه وشي.
همدا ځای د شخصي خاطرې او ثبت شوي تاریخ ترمنځ کرښه ده.
د خبریال دنده دا نه ده چې له دواړو څخه یو انتخاب کړي او بل پټ کړي. دنده یې دا ده چې دواړه په خپل ځای کې ولیکي.
د مسعود له وژل کېدو دوه ورځې وروسته، د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر یوولسمه، القاعدې په امریکا کې بریدونه وکړل. د نیویارک د ورلډ ټرېډ سنټر دوه برجونه ونړېدل او په واشنګټن کې د امریکا د دفاع وزارت، پنټاګان، هم وویشتل شو.
همدغو پېښو زما خبریالي له پېښوره تر کابل، کندهار او تورې بورې بوتله.
نن، پنځه ویشت کاله وروسته، زه په نیویارک کې یم او د سپتمبر د یوولسمې د پنځه ویشتمې کلیزې د شاهدانو په منځ کې به ودرېږم.
د هغو کسانو په یاد به چوپتیا اختیاروم چې په دې اوږده جګړه کې ووژل شول؛ له وزیرستانه تر چتراله، له کابله تر نیویارکه، د هر رنګ، نسل، ژبې، فکر او جنس خلک پکې شامل وو.
خو د دې چوپتیا تر څنګ به یوه پوښتنه هم راسره وي:
دا دومره وینې ولې توې شوې؟
پنځه ویشت کاله وروسته دا پوښتنه یوازې دا نه ده چې څوک بریالي شول او څوک مات شول.

پوښتنه دا ده چې انسانانو څه له لاسه ورکړل. او ایا هغه څه چې په دې پنځه ویشتو کلونو کې وشول، د دومره وینو، دومره کډوالۍ او دومره ورانو شوو ژوندونو ارزښت درلود؟
همدلته زما لپاره د احمد شاه مسعود د کیسې تر ټولو مهمه پوښتنه هم پېلېږي:
که احمد شاه مسعود ژوندی پاتې شوی وای، ایا د ۲۰۰۱م کال وروسته افغانستان به هم هماغه افغانستان وای؟
دا پوښتنه د دې لپاره نه کوم چې مسعود د افغانستان د ټولو ستونزو د حل سړی وښیم. هیڅوک نه شي ویلی چې که هغه ژوندی وای، افغانستان به حتماً بل ډول شوی و.
خو دا پوښتنه ځکه مهمه ده چې د ۲۰۰۱م کال په وروستیو کې هغه د طالبانو پر ضد د ائتلاف تر ټولو ځواکمن پوځي مشر و.
که ژوندی وای، د افغانستان د نوي حکومت د جوړولو په خبرو کې به یې لوي وزن درلود.
ایا حامد کرزی به بیا هم د نوي نظام مشر شوی وای؟
ایا مسعود به خپله د واک غوښتنه کړې وای؟
ایا د شمالي ټلوالې پر پخوانیو قوماندانانو به یې کنټرول ساتلی وای؟
ایا له پاکستان سره به یې اړیکې بدلې کړې وای؟
ایا له طالبانو سره به یې د خبرو لار منلې وای؟
او تر ټولو مهمه پوښتنه:
هغه سړی چې د ژوند په وروستیو کې یې د انتخاباتو او د ښځو د سیاسي حقونو خبرې کولې، که واک ته رسېدلی وای، ایا په عمل کې به یې هم دا خبرې منلې وای؟
موږ یې ځواب نه لرو.
موږ پوهېږو چې مسعود جګړه څنګه کوله، خو نه پوهېږو چې سوله به یې څنګه کوله.
موږ پوهېږو چې د یوه پوځي برید پر وړاندې به یې مقاومت کاوه، خو نه پوهېږو چې د انتخاباتو ماتې به یې منله که نه.
موږ پوهېږو چې هغه پر خپلو کسانو قوي اغېز درلود، خو نه پوهېږو چې د واک پر مهال به یې له خپلو مخالفینو سره څنګه چلند کاوه.
دا د احمد شاه مسعود د ژوند هغه برخه ده چې هېڅکله ونه ازمویل شوه.

زما لپاره د مسعود کیسه لا هم په یوه عجیبه ډول له پېښور سره تړلې ده. کله چې د هغه نوم اورم، کله ناکله مې د اتیايمې لسیزې بورډ بازار سترګو ته ودرېږي.
کچه ګړۍ راته یاد شي، افغان کډوال را یاد شي، کابلي پلو را یاد شي. او د وي سي ار هغه کېسټونه چې د پنجشېر جګړه به پکې د روسي رنګین ټلوېزیون پر شیشه روانه وه.
موږ هغه وخت نه پوهېدو چې د شیشې پر مخ دا سړی به یوه ورځ د افغانستان د تاریخ له تر ټولو ډېرو بحث شوو نومونو څخه وي.
زه هم نه پوهېدم چې کلونه وروسته به خبریالي ما افغانستان ته یوسي او د هغه د وروستۍ ورځې یو شاهد، فهیم دشتي، به زما له نږدې دوستانو شي.
مسعود د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر نهمه ووژل شو، دوه ورځې وروسته نړۍ بدله شوه. خو هغه دا بدله شوې نړۍ ونه لیده.
همدا ځکه، پنځه ویشت کاله وروسته هم یوه پوښتنه پر خپل ځای ده:
که احمد شاه مسعود ژوندی پاتې شوی وای، ایا د ۲۰۰۱م کال وروسته افغانستان به هم هماغه افغانستان وای؟


مجید بابر