کیف : روسیې د اوکراین پر پلازمېنې کیف هوايي بریدونه زیات کړي دي او په وروستیو نږدې دوو اوونیو کې یې دغه ښار څو ځله د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله په نښه کړی دی.
د کیف ښاروال وېتالي کلیچکو ویلي دي، چې د سپتمبر پر ۱۰مه روسي ځواکونو د ښار په سوېل لوېدیځه برخه کې د تېلو پر یو مرکز برید کړی چې لږ تر لږه څلور کسان پکې زخمیان شوي دي.
د اوکراین د تېلو دولتي شرکت ویلي دي، چې په برید کې اور لګېدلی، یو موټر ویجاړ شوی او یوې نږدې ودانۍ ته هم زیان رسېدلی دی.
په تېرو نږدې دوو اوونیو کې د کیف صنعتي سیمې، ګودامونه او د اکمالاتو اړوند مرکزونه هم د روسیې د بې پیلوټه الوتکو تر پرله پسې بریدونو لاندې راغلي دي.
راپورونه وايي، چې د اګست له وروستیو راهیسې کیف د ۲۰۲۲م کال د جګړې له پېل راهیسې د روسیې د درنو هوايي بریدونو له یوې دورې سره مخ شوی دی.
تازه بریدونه په داسې وخت کې روان دي چې د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د ختمولو هڅو لا کوم څرګند پرمختګ نه دی کړی.
د امریکا استازو په وروستیو ورځو کې له روسي او اوکرایني چارواکو سره خبرې کړې دي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د خاورې، امنیتي ضمانتونو او د جګړې د ختمولو پر شرطونو اختلافونه لا نه دي حل شوي.
په همدې حال کې په ټولنیزو رسنیو او ځینو غیر رسمي سرچینو کې داسې خبرې خپرې شوې دي چې ګواکې له کیف څخه مهم اسناد ایستل کېږي او ښيي د پلازمېنې د خالي کولو لپاره چمتووالی روان وي.
خو تر دې دمه د اوکراین حکومت یا د کیف ښار چارواکو د پلازمېنې د عمومي خالي کولو کوم امر نه دی اعلان کړی او د معتبر نړیوالو خبري سرچینو له خوا هم د دې دعوې پخلی نه دی شوی.
له همدې امله دا ویل چې کیف د خالي کېدو په درشل کې دی، تر اوسه پر کره او تایید شویو معلوماتو ولاړه خبره نه ده.
تایید شوی حالت دا دی چې پر کیف د روسیې هوايي بریدونه سخت شوي او اوکرایني چارواکي د راتلونکو پراخو بریدونو په اړه اندېښنه لري. ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي هم له لوېدیځو هېوادونو د هوايي دفاع د نورو وسلو غوښتنه کړې ده.


شال نیوز