مسکو : روسیې ویلي دي، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر کییف د ۷۲ ساعتونو لپاره د هوايي بریدونو د درولو امر کړی، په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه نږدې استازي، سټیو ویتکاف او جیرډ کوشنر، د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تازه هڅو په موخه مسکو ته رسېدلي دي.

 

د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف د روسیې دولتي خبري اژانس تاس ته ویلي دي، چې پر کییف د بریدونو درول به ،د سپتمبر د ۵مې، له نیمې شپې څخه پېل او درې ورځې به دوام وکړي. هغه ویلي دي، چې دا پرېکړه د امریکا د استازو د پلان شوي سفر له امله شوې ده، چې ټاکل شوې له مسکو وروسته کییف ته ولاړ شي.

 

پېسکوف تایید کړې ده چې ویتکاف او کوشنر به له ولسمشر پوتین سره هم وګوري، خو نوموړي ویلي چې د دغو خبرو لپاره «د جګړې د پای ته رسولو د نویو نظریو» خبره نه ده شوې. د روسیې د دولتي خبري اژانس تاس په وینا، امریکايي استازي مسکو ته له رسېدو سره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي کریل دیمیتریف لخوا هرکلی شول.

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې ویتکاف او کوشنر د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره له یو مشخص وړاندیز سره سیمې ته سفر کوي.

 

د اوکراین ولسمشر ،ولودیمیر زېلېنسکي، هم ویلي وو چې اوکراین چمتو دی د امریکايي استازو د سفر پر مهال خپل هوايي بریدونه ودروي او له روسیې یې غوښتي وو چې ورته اقدام وکړي. خو د سولې د هڅو ترڅنګ د مسکو او کییف ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو کومه وروستۍ موافقه لا نه ده شوې.

 

روسیه ټینګار کوي چې هره احتمالي هوکړه باید د دغه هېواد امنیتي او سیاسي غوښتنې په پام کې ونیسي، خو اوکراین وايي داسې سوله نه مني چې د زور له لارې د خپلې خاورې نیول پکې په رسمیت وپېژندل شي.

 

ویتکاف تر دې وړاندې هم څو ځله مسکو ته سفر کړی دی، خو د جګړې د پای ته رسولو لپاره پخوانۍ خبرې تر اوسه کومې وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلې.

 

د امریکا د استازو د تازه ډیپلوماټیکو هڅو او د درې ورځنیز اوربند سربېره، د روسیې او اوکراین جګړه لا هم روانه ده او د دواړو لورو د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې دوام لري.