کابل / پېښور : په داسې حال کې چې د افغانستان او ایران ترمنځ کلنی تجارت نږدې څلور میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی، د پاکستان دوو پخوانیو سینیټرانو د اسلام اباد پر هغې تګلارې نیوکه کړې ده چې له افغانستان سره تجارت د سیاسي او امنیتي فشار لپاره محدودوي.
پخواني سینیټر افراسیاب خټک د ایران د سفارت د سرپرست علي رضا بیکدلي د تازه څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي، چې نړیوال تجارت د سیند په څېر دی، که یې له یوې خوا لاره بنده شي، له بلې خوا ځان ته لار پیدا کوي.
د پاکستان پخواني سینیټر مشاهد حسین سید هم د افغانستان پر وړاندې د تجارت د فشار د وسیلې په توګه د کارولو مخالفت کړی دی.
هغه ویلي دي، چې له افغانستان سره د تجارت بندول د فشار د یوې وسیلې په توګه برعکس نتیجه ورکوي او پاکستان باید د امریکا له هغې تګلارې زده کړه وکړي چې د چین او ایران پر وړاندې یې کارولې وه.
مشاهد حسین سید ویلي دي، چې هېوادونه تل بدیلې لارې لري او له افغانستان سره د تجارتي لارو په بندولو پاکستان خپلو ګټو ته هم زیان رسوي، ځکه د دې پرېکړو له امله پاکستاني سوداګر هم تاوان کوي.
د دواړو پاکستاني سیاستوالو تازه څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي چې په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي ویلي دي، د ایران او افغانستان اقتصادي او تجارتي اړیکې په پراخېدو دي.
بیکدلي ویلي دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت اوس نږدې څلور میلیارد ډالرو ته رسېدلی او تهران او کابل غواړي دا کچه لس میلیارد ډالرو ته ورسوي. د هغه په وینا، د دې هدف لپاره د سرحدي لارو، سړکونو، رېل پټلۍ او د مالونو د لېږد د اسانتیاوو پراخول مهم دي.
بیکدلي ویلي دي، چې د خواف ـ هرات د رېل له لارې د مالونو انتقال نږدې یو نیم میلیون ټنو ته رسېدلی دی. د افغانستان د فواید عامې وزارت بیا د اګست په وروستیو کې ویلي وو چې د خواف ـ هرات د رېل له لارې هره میاشت شاوخوا ۱۲۰ زره ټنه مالونه انتقالېږي او هڅې روانې دي چې دا کچه میاشتني ۱۶۰ زره ټنو ته لوړه شي.
ایراني چارواکي د هرات ـ بلخ د رېل پټلۍ پراختیا او د فراه ـ ماهیرود د سړک بشپړول هم د دواړو هېوادونو د راتلونکو مهمو اقتصادي لارو په توګه یادوي. بیکدلي ویلي، د فراه ـ ماهیرود سړک به د بشپړېدو په صورت کې ایران د فراه له لارې د افغانستان له سویلي او ختیځو سیمو او کابل سره ونښلوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت پر محدودیتونو نیوکې یوازې د دغو تازه څرګندونو تر کچې نه دي پاتې. د سپتمبر پر څلورمه په پېښور پوهنتون کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه یوې غونډې هم له دواړو هېوادونو وغوښتل چې سرحدي لارې پرانیزي او تجارت له سیاسي او امنیتي اختلافونو جلا وساتي.
په دې غونډه کې مشاهد حسین سید، افراسیاب خټک او یو شمېر نورو سیاستوالو او څېړونکو ګډون کړی و. ګډونوالو ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندېدل د پولې دواړو غاړو ته سوداګرو او عامو خلکو ته اقتصادي زیان رسوي.
د ایران له لارې د افغانستان د تجارت پراخېدل ښيي چې کابل د خپلو وارداتو او ترانزیټ لپاره پر بدیلو لارو هم تکیه زیاتوي. خو د ایران او افغانستان د نږدې څلور میلیارد ډالرو تجارت لویه برخه افغانستان ته د ایران صادرات دي او د افغانستان صادرات د ایران بازار ته تر دې ډېر کم دي.


شال نیوز