پېښور : د پېښور پوهنتون د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز او اېسپایر ـ خیبر پښتونخوا په ګډه د سپټمبر پر درېیمه په پېښور پوهنتون کي د پاکستان ـ افغانستان د اړیکو په اړه یو ورځنی کنفرانس جوړ کړی و چې پکي سیاستوالو، پخوانیو چارواکو، کاروباریانو، قبایلي مشرانو، استادانو او څېړونکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندو سرحدي لارو د ژر پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
په دې کنفرانس کي تر ۱۸۰ زیات کسان ګډونوال وو. د غونډې موضوع د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شخړو د کمولو، د اړیکو د ښه کولو، تجارت، سرحدي تګ راتګ او سیمهییزې همکارۍ پر لارو چارو راڅرخېده.
ګډونوالو ویلي، تجارت او د خلکو تګ راتګ باید له سیاسي او امنیتي اختلافونو سره ونه تړل شي او د دواړو هېوادونو حکومتونه باید د ستونزو د حل لپاره خبرې زیاتې کړي.
ویناوالو ویلي، د تورخم، چمن او نورو سرحدي لارو بندېدو سوداګرو، ډرایورانو، مزدورانو، دوکاندارانو او هغو کورنیو ته لوی زیان رسولی چې روزګار یې له پولې او تجارت سره تړلی دی.
دوی ټینګار کړی چې سرحدي لارې باید د اوږدې مودې لپاره بندې نه وساتل شي او د شخړو پر مهال هم د تجارت او عامو خلکو د تګ راتګ لپاره جلا اسانتیاوې موجودې وي.
د خیبر پښتونخوا پخواني چیف سیکرټري محمد شهزاد ارباب ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ ستونزې شته، خو د حل لاره یې د اړیکو پرې کول نه، بلکې خبرې او ګډ کار دی.
په غونډه کي پخواني سناتور مشاهد حسین سید، سیاستوال افراسیاب خټک او د بېلابېلو برخو نورو استازو هم ګډون کړی و. ګډونوالو ویلي، پاکستان او افغانستان د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ترمنځ مهمه جغرافیایي لاره ده او که سرحدي لارې پرانیستې وساتل شي، تجارت او اقتصادي فعالیتونه زیاتېدلی شي.
په کنفرانس کي د افغان کډوالو د ستنېدو موضوع هم یاده شوې او ګډونوالو غوښتنه کړې چې د کډوالو ستنېدل باید په عزت او منظم ډول وشي.
ویناوالو دا خبره هم کړې چې د سرحدي سیمو د خلکو ستونزې باید د پاکستان او افغانستان په پالیسیو کي په پام کي ونیول شي، ځکه د دواړو غاړو ډېر خلک له تجارت، ترانسپورټ او ورځني تګ راتګ سره تړلي دي.
ګډونوالو په پای کي له اسلاماباد او کابل څخه غوښتنه کړې چې ټولې بندې سرحدي لارې ژر پرانیستل شي، تجارت له سیاست څخه جلا وساتل شي او اختلافونه د خبرو له لارې حل کړل شي.


شال نیوز