لنډي کوتل : د خیبر چیمبر اف کامرس اینډ انډسټري مشرانو ویلي دي، چې د تورخم د سرحدي دروازې د تړل کېدو ۳۲۷ ورځې پوره شوې او له امله یې په خیبر پښتونخوا کې زرګونه کسان بې‌ روزګاره شوي او سوداګرۍ ته درانه زیانونه رسېدلي دي.

 

د خیبر چیمبر اف کامرس اینډ انډسټري مشر حاجي یوسف اپریدي، مشر مرستیال واجد علي شینواري، حضرت علي بهلول، حاجي عابد او نورو ،د سپتمبر په ۳مه، د لنډي کوتل په ډسټرکټ پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل، چې د تورخم د لارې بندښت په ځانګړي ډول پر وړو صنعتونو، ټرانسپورټ، هوټلونو، بازارونو او ورځنیو مزدورانو سخت اغېز کړی دی.

 

دوي وویل، چې په زرګونو مزدوران د کار له نشتوالي سره مخ دي او ګڼې کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوې دي. د سوداګرو په وینا، د تورخم د دروازې د پرانیستلو لپاره یې په بېلابېلو فورمونو غږ پورته کړی، خو تر اوسه یې غوښتنو ته عملي ځواب نه دی ورکړل شوی.

 

د خیبر چیمبر مشرانو له وفاقي او صوبايي حکومتونو وغوښتل چې سرحدي تجارت له سیاسي اختلافونو جلا وساتي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې لارې بېرته پرانیستل شي.

 

حاجي یوسف اپریدي وویل، چې د سرحدونو د بندښت په اړه په اسلام‌ اباد کې د کورنیو چارو له وفاقي وزیر محسن نقوي سره غونډه هم شوې وه چې د بلوچستان او سرحد چیمبر اف کامرس استازو پکې ګډون کړی و.

 

د نوموړي په وینا، محسن نقوي ژمنه کړې وه چې په خیبر پښتونخوا کې به له سوداګرو او اړوندو ادارو سره د موضوع په اړه تفصیلي غونډه کوي، خو تر اوسه دا غونډه نه ده شوې. د سوداګرو د معلوماتو له مخې، له افغانستان سره د سرحدي لارو د بندښت له امله دوه اړخیز تجارت سخت اغېزمن شوی او د میلیاردونو ډالرو په کچه کاروباري تاوانونه رامنځته شوي دي.

 

د پاکستان ـ افغانستان د پولې بندښت؛ پاکستاني سوداګرو ته د ۴.۵ اربه ډالرو زیان رسیدلی
د پاکستان ـ افغانستان د پولې بندښت؛ پاکستاني سوداګرو ته د ۴.۵ اربه ډالرو زیان رسیدلی
د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو غوښتنه؛ د کندهار د انګورو صادرات نږدې درېدلي
د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو غوښتنه؛ د کندهار د انګورو صادرات نږدې درېدلي
خیبر : د تورخم پولې بندېدو د لنډي کوتل بازار کاروبار په ټپه درولی
خیبر : د تورخم پولې بندېدو د لنډي کوتل بازار کاروبار په ټپه درولی

 

دوي وویل، چې د سرحدي تجارت د کمېدو له امله صوبايي حکومت ته هم د سېس ټیکس په مد کې اربونه روپۍ زیان رسېدلی دی. د چیمبر مشرانو وویل، چې د تورخم له لارې د سوداګرۍ بندېدو زرګونه واړه او لوي ټرانسپورټي کاروبارونه، هوټلونه، دوکانونه او مارکیټونه اغېزمن کړي او د سیمې اقتصادي فعالیتونه یې تر ډېره درولي دي.

 

دوي پر صوبايي حکومت هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د تورخم د بندښت په اړه یې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره تر اوسه څرګند او اغېزمن ګام نه دی اخیستی. په خبري غونډه کې حاجي یوسف اپریدي د خیبر چیمبر اف کامرس اینډ انډسټري د تېرو پنځو کلونو د حسابونو د پلټنې غوښتنه هم وکړه.

 

هغه وویل، چې د چیمبر مرکزي دفتر دې په خیبر کې فعال کړل شي او د هغه په وینا، د غیرمقامي کسانو لاسوهنه دې بنده کړل شي.