کوټه : د بلوچستان د مزدورانو اتحادیې د سورنج د سکرو کان د خونړۍ پېښې د پلټنو لپاره پر جوړې شوې تحقیقاتي کمېټۍ اعتراض کړی او د یوې نوې او خپلواکې کمېټۍ د جوړولو غوښتنه یې کړې ده.

 

اتحادیې د سپتمبر پر ۹مه په یو بیان کې ویلي دي، چې روانې پلټنې د هغو کسانو پر ځای، چې د کان له چارو، انتظام او د مزدورانو له خوندیتوب سره مستقیم تړاو لري او په دې اړه معلومات لري، نورو غیر اړوندو لورو ته اړول کېږي.

 

اتحادیې ویلي دي، چې د کان مالک، لایسنس لرونکی، ټېکه‌ دار او د مزدورانو د خوندیتوب ذمه وار کسان باید د پلټنو په مرکزي نقطو کې وي.

 

د اتحادیې په وینا، د پېښې د اصلي لاملونو، د خوندیتوب د اصولو د عملي کېدو او د ممکنه غفلت د معلومولو لپاره باید له هغو کسانو پوښتنې وشي چې د کان له ورځنیو چارو او انتظامي ذمه وارو سره مستقیم تړاو لري.

 

اتحادیې غوښتنه کړې ده چې اوسنۍ تحقیقاتي کمېټي دې له سره جوړه او داسې خپلواکه کسان دې پکې شامل شي چې د پلټنو پر بهیر د کان د مالکانو، ټېکه‌ دارانو او نورو اړوندو لورو اغېز نه وي.

 

د سورنج د سکرو کان خونړۍ پېښه د جولایۍ پر ۳۰مه شوې وه چې پکې ۳۴ کان‌ کېندونکي وژل شوي وو. چارواکو ویلي وو چې وژل شوي کان‌ کېندونکي د خیبر پښتونخوا د شانګلې اوسېدونکي وو.

 

د پېښې وروسته د بلوچستان حکومت د لوړې کچې پلټنو امر کړی و او ویلي یې وو چې د پېښې لاملونه، د اړوندو ادارو کارکردګي، د خوندیتوب د اصولو د عملي کېدو حالت او د ممکنه غفلت ذمه واري به معلومه شي.

 

کوټه : د سورنج د سکرو کان پېښه؛ د ۳۴ کان‌ کېندونکو مړه شوي
کوټه : د سورنج د سکرو کان پېښه؛ د ۳۴ کان‌ کېندونکو مړه شوي
سورنج پېښه؛ د شانګلې د میا کلي پیر اباد ۲۳ کان کیندونکي خاورو ته وسپارل شول
سورنج پېښه؛ د شانګلې د میا کلي پیر اباد ۲۳ کان کیندونکي خاورو ته وسپارل شول
بلوچستان : دوکۍ کې بیا درې کان کیندونکي مړه شول، په یوه میاشت کې د سکرو کانونو په پېښو کې د وژل شویو شمېر ۴۰ ته ورسېد
بلوچستان : دوکۍ کې بیا درې کان کیندونکي مړه شول، په یوه میاشت کې د سکرو کانونو په پېښو کې د وژل شویو شمېر ۴۰ ته ورسېد

 

د بلوچستان د کانونو او معدنیاتو ادارې هم د پېښې د پلټنو لپاره جلا تحقیقاتي کمېټي جوړه کړې وه. د پېښې وروسته یو شمېر د سکرو کانونه هم تړل شوي وو او د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي ویلي وو، که د خوندیتوب د اصولو سرغړونه یا د کومې ادارې او کس غفلت ثابت شي، نو د قانون له مخې به کارروایي ورسره کېږي.

 

صوبايي حکومت د هر وژل شوي کان‌ کېندونکي د کورنۍ لپاره د پنځه لکه روپیو مالي مرستې اعلان هم کړی و. د مزدورانو اتحادیې تر دې وړاندې هم په بلوچستان کې د سکرو کانونو د خوندیتوب پر کمزوري نظام اندېښنه ښودلې او ویلي یې وو چې د زرګونو کانونو د څار لپاره د انسپکټرانو شمېر کافي نه دی.

 

اتحادیې د کانونو د خوندیتوب د اصولو د سخت عملي کېدو، د ګاز د معلومولو د وسایلو، د هوا د مناسب تګ راتګ، د بیړنیو وتلو د لارو او د ژغورنې د سامان د برابرولو غوښتنه هم کړې ده.

 

د بلوچستان حکومت تر اوسه د مزدورانو د اتحادیې د وروستي اعتراض او د تحقیقاتي کمېټۍ د بیا جوړولو د غوښتنې په اړه تازه رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.