شانګله : د بلوچستان د سورینج سیمې د سکرو په کانونو کې د مرګونې پېښې له امله د شانګلې د میا کلي، پیر اباد، ۲۳ کان‌ کیندونکي نن ،د اګست په ۳مه، خپلو پلرنیو هديرو کې خاورو ته وسپارل شول. د جنازو په رسېدو سره ټوله سیمه په ژور ویر او ماتم کې ډوبه وه.

 

د چارواکو د معلوماتو له مخې، د سورینج په دوو سکرو کانونو کې د مېتین ګاز د چاودنې له امله ۳۴ کان‌ کیندونکي وژل شوي وو. ویل کېږي چې په وژل شویو کې ۳۲ د خیبر پښتونخوا د شانګلې اوسېدونکي وو، چې ۲۳ یې د پیر اباد یونین کونسل د میا کلي وو.

 

د وژل شویو کان‌ کیندونکو د جنازې لمونځ په کوټه کې ادا شو او وروسته یې مړي په وقفو وقفو خپلو پلرنیو سیمو ته ولېږدول شول. د میا کلي پیر اباد ته د ۲۳ جنازو په رسېدو هر کور د غم په ټغر ناست و او د جنازو له هر کاروان سره به د خلکو ژړا او سلګۍ زیاتېدلې.

 

د سیمې اوسېدونکو او د کان ‌کیندونکو د مزدورانو ټولنې مرکزي مشر عابد یار ویلي دي، چې د ډېرو وژل شویو مړي په داسې خراب حالت کې وو چې کورنیو یې د خپلو عزیزانو وروستی دیدار هم ونه شو کړی. د دوي په وینا، نه ماشومانو ته د پلار د وروستي ځل لیدلو موقع په لاس ورغله، نه مېرمنو خپل مېړونه ولیدل او نه مور او پلار د خپلو ځوانو زامنو مخونه وروستی ځل ولیدل.

 

په پیر اباد کې د ۲۳ کان‌ کیندونکو په یو وخت خاورو ته سپارلو د سیمې غم لا ژور کړ. د چا د کور سرپرست له نړۍ لاړ، د چا ماشومان یتیمان شول، د چا مېرمنې کونډې شوې او د چا مور خپل ځوان زوی له لاسه ورکړ.

 

د پېښې وروسته په سیمه کې احتجاجونه هم روان دي. ځايي خلک غوښتنه کوي چې د سکرو په کانونو کې دې د مزدورانو د ژوند خوندیتوب ته عملي پام وشي، د خوندیتوب اصول دې پلي شي او له ذمه وارو کسانو سره دې قانوني چلند وشي.