دوکۍ : د بلوچستان په دوکۍ ضلعه کې د سکرو په یو کان کې د زهرجن ګاز د راټولېدو له امله درې کان کیندونکي مړه شوي دي. دا په تېره نږدې یوه میاشت کې د صوبې د سکرو کانونو په پېښو کې لږ تر لږه څلورمه مرګونې پېښه ده او په دې موده کې د دغو پېښو له امله د وژل شویو کان کیندونکو شمېر ۴۰ ته رسېدلی دی.

 

چارواکي وايي، چې درې واړه مزدوران ،د اګست په ۲۷مه، د کان دننه په کار بوخت وو چې زهرجن ګاز راټول شو او د ساه بندېدو له امله مړه شول. د ژغورنې ډلې وروسته د هغوي مړي له کانه را وایستل او روغتون ته یې یوړل.

 

له دې پېښې یوازې پنځه ورځې وړاندې، د اګست پر ۲۲مه، په دوکۍ کې د سکرو په یو بل کان کې هم د زهرجن ګاز له امله دوه مزدوران مړه او څلور نور بې‌ حاله شوي وو.

 

د جولایۍ پر ۳۰مه د کوټې په سورنج سیمه کې د میتان ګاز له چاودنې وروسته د سکرو یو کان نړېدلی و چې ۳۴ مزدوران پکې مړه شول. په هماغه ورځ د بلوچستان په هرنايي کې د سکرو په یو بل کان کې پر یو مزدور لویه ډبره لوېدلې وه او هغه یې وژلی و.

 

په دې توګه، د جولایۍ له ۳۰مې تر اګست ۲۷مې پورې د بلوچستان د سکرو کانونو په لږ تر لږه څلورو جلا پېښو کې ۴۰ کان کیندونکي مړه شوي دي.

 

د دوکۍ د تازه پېښې د وژل شویو کسانو د هویت په اړه په لومړنیو راپورونو کې اختلاف شته. ځینې سرچینې خان بارکزی، سراج‌ الدین اڅکزی او عبدالله علیزی یادوي او عبدالله د افغانستان اوسېدونکی بولي. یوه بله سیمه‌ ییزه سرچینه بیا عیسی خان بارکزی او شمس‌ الله علیزی د افغانستان اوسېدونکي او سراج‌ الدین اڅکزی د پښین اوسېدونکی ښيي.

 

په بلوچستان کې د سکرو د کانونو د خوندیتوب ستونزه نوې نه ده. د خپرو شویو شمېرو له مخې، په صوبه کې شاوخوا ۳۴۹۱ د سکرو کانونه شته او نږدې ۴۲ زره کسان پکې کار کوي. ډېری دا کانونه واړه، شخصي او په لرو پرتو سیمو کې دي؛ داسې ځایونه چې منظمې پلټنې او د بېړني ژغورنې چارې پکې اسانه نه وي.

 

د کار نړیوال سازمان وايي، چې د پاکستان د کانونو په برخه کې کمزورې څارنه، ناکافي حفاظتي انتظامات، د ګاز د معلومولو د الاتو کمښت او د مزدورانو نیمګړې روزنه له مهمو ستونزو څخه دي. د سازمان په وینا، په ډېرو کانونو کې د هوا رسولو، د چت او دېوالونو د ټینګولو او د بېړني ژغورنې انتظام هم کافي نه دی.

 

کوټه : د سورنج د سکرو کان پېښه؛ د ۳۴ کان‌ کېندونکو مړه شوي
کوټه : د سورنج د سکرو کان پېښه؛ د ۳۴ کان‌ کېندونکو مړه شوي
بلوچستان : دکي کې د سکرو په کان کې د زهرجن ګاز له امله دوه کان‌کیندونکي مړه شوي
بلوچستان : دکي کې د سکرو په کان کې د زهرجن ګاز له امله دوه کان‌کیندونکي مړه شوي
سورنج پېښه؛ د شانګلې د میا کلي پیر اباد ۲۳ کان کیندونکي خاورو ته وسپارل شول
سورنج پېښه؛ د شانګلې د میا کلي پیر اباد ۲۳ کان کیندونکي خاورو ته وسپارل شول

 

د تېرو پنځو یا لسو کلونو لپاره د بلوچستان د سکرو کانونو د مړینو یو مسلسل او واحد رسمي شمېر په عامه اسنادو کې نه لیدل کېږي، خو شته شمېرې د ستونزې کچه ښيي. په ۲۰۲۰م کال کې یوازې په بلوچستان کې د سکرو کانونو په ۷۲ پېښو کې لږ تر لږه ۱۰۲ کسان مړه شوي وو. د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ او اکتوبر ترمنځ هم په صوبه کې د کانونو په لږ تر لږه ۵۳ پېښو کې نږدې ۱۰۰ کسان مړه او تر ۲۰۰ ډېر ژوبل شوي وو.

 

د کان کیندونکو اتحادیې د میتان او نورو زهرجنو ګازونو راټولېدل، کمزورې هوا رسونه، د حفاظتي سامان کمښت او کمزورې حکومتي څارنه د دغو مرګونو له مهمو لاملونو بولي.

 

د پاکستان یونایټډ ورکرز فیډریشن د دوکۍ مشر شیر محمد کاکړ هم د تازه پېښې وروسته پر حکومتي ادارو او د کانونو پر انتظام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د کان کیندونکو د ژوند د خوندي کولو لپاره لازم حفاظتي انتظامات نه دي شوي.

 

هغه غوښتنه کړې ده چې په سکرو کانونو کې دې حفاظتي اسانتیاوې ښې، څارنه دې زیاته او د دوکۍ د تازه پېښې بشپړه پلټنه دې وشي. چارواکي وايي، د پېښې د علت د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.