دکي : د بلوچستان د دکي ضلعې په ناصر اباد سیمه کې د سکرو په یو کان کې د زهرجن ګاز د خپرېدو له امله دوه کان کیندونکي مړه شوي او څلور نور بې حاله شوي دي.
پولیس وايي، پېښه ،د اګست پر ۲۲مه، هغه مهال رامنځته شوه چې کان کیندونکي د کار لپاره کان ته ننوتل او دننه زهرجن ګاز خپور شو. د پولیسو په وینا، دوه کان کیندونکي په کان کې مړه شول او څلور نور بېحاله شول.
د پېښې له خبر وروسته د ژغورنې عملیات پېل شول او مړه او بې حاله کان کیندونکي له کان څخه راوایستل شول. بې حاله شوي کسان د درملنې لپاره د دکي ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیس وايي، مړه شوي کان کیندونکي محبت الله او روزي محمد نومېدل. د دواړو کانکیندونکو مړي له قانوني چارو وروسته د هغوي کورنیو ته سپارل شوي دي. چارواکي وايي، چې د پېښې د لامل معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.


نعيم اچکزئي