چاغي : د بلوچستان د چاغي ضلعې په ماهیان کور سیمه کې ناڅرګنده وسله والو د یوې شخصي کان کیندنې کمپنۍ پر سایټ برید کړی، اووه کارکوونکي یې تښتولي او د کمپنۍ دوه ګاډي، یو موټرسایکل، سولر پلېټونه، زرګونه لیټره پټرول او ډیزل او نور سامان یې له ځان سره وړي دي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، پېښه ،د اګست په ۱۲مه، د چاغي تحصیل له مرکزي سیمې څخه د لوېدیځ پر لور شاوخوا ۱۵ تر ۱۸ کیلومتره لرې په ماهیان کور کې شوې ده. ویل کېږي، چې اته ناڅرګنده وسله وال چې پر موټرسایکلونو سپاره وو، د ورځې شاوخوا یوه بجه د کان کیندنې د کمپنۍ سایټ ته ورغله او هلته موجود کارکوونکي یې یرغمل کړل.
د سرچینو په وینا، وسله والو له سایټ څخه اووه کارکوونکي له ځان سره تښتولي دي. په تښتول شویو کسانو کې د ګلګت څلور مزدوران، وجاهت، واجد، شاهد او صابر شامل دي.
درې نور تښتول شوي کسان د بلوچستان اوسېدونکي دي. د معلوماتو له مخې، ضیاءالدین د دالبندین اوسېدونکی دی، په داسې حال کې چې شاه سلیم او سعید محمد د ماهیان چاغي سیمې اوسېدونکي ښودل شوي دي.
د کان د سرچینو په وینا، وسله وال د کارکوونکو تر تښتولو وروسته سمدستي له سیمې نه دي وتلي، بلکې څو ساعته د کان پر سایټ پاتې شوي دي. سرچینې وايي، چې بریدګر د ورځې له شاوخوا یوې بجې تر ماښام اوو بجو پورې هلته موجود وو.
په همدې موده کې وسله والو د کمپنۍ ګڼ سامانونه هم راټول کړي او له ځان سره یې وړي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په وړل شویو شیانو کې یوه زامباد ګاډۍ، یوه فور بای فور پک اپ او یو زرنج موټرسایکل شامل دي.
سرچینې وايي، چې بریدګرو له ۲۰ څخه زیات سولر پلېټونه، بسترونه، د پخلنځي سامان، سلنډرونه او نور د ورځني استعمال توکي هم وړي دي. د راپور له مخې، وسله والو له کان څخه شاوخوا دوه نیم زره لیټره ډیزل او ۱۵۰۰ لیټره پټرول هم له ځان سره وړي دي. د کمپنۍ سرچینې وايي، چې د وړل شویو ګاډو، تېلو او نورو سامانونو مجموعي ارزښت لکونو روپیو ته رسېږي.
د شخصي کان د سرچینو په وینا، بریدګر څو ساعته په سیمه کې پاتې شول او وروسته له تښتول شویو کارکوونکو او ټول وړل شوي سامان سره له سیمې ووتل. د پېښې په اړه اړوندې انتظامیې ته هم اطلاع ورکړل شوې ده. د معلوماتو له مخې، له پېښې وروسته د تښتول شویو کسانو د موندلو او راخلاصولو لپاره هڅې پېل شوې دي.
تر اوسه اووه واړه تښتول شوي کسان نه دي راخلاص شوي او نه هم د کمپنۍ وړل شوي ګاډي او نور سامان بېرته ترلاسه شوی دی. چارواکو تر دې دمه د بریدګرو د هویت، د هغوي د ممکنه تنظیمي تړاو او د تښتول شویو کسانو د ځای په اړه تفصیلي معلومات نه دي خپاره کړي.
د برید مسوولیت هم تر دې دمه کومې وسله والې ډلې په رسمي توګه نه دی منلی. د پېښې په اړه پلټنې او د تښتول شویو کسانو د راخلاصولو هڅې روانې دي.


نعيم اچکزئي