اسلام اباد : د پاکستان خارجه وزارت ویلي دي، چې د افغان زده کوونکو د ویزو د غځولو درخواستونه لا هم د موجودو قوانینو او پالیسۍ له مخې تر غور لاندې دي.
د خارجه وزارت ویاند ،د سپتمبر په ۹مه، ویلي دي، چې هغه بهرني وګړي چې معتبر پاسپورټ او ویزه نه لري، په پاکستان کې د قانوني استوګنې حق نه لري او له هېواده ایستل کېدی شي، خو د افغان زده کوونکو د ویزو د غځولو روان درخواستونه لا رد شوي نه دي.
دا وضاحت په داسې وخت کې شوی دی چې د پاکستان طبي او غاښونو طبي شورا د دغه هېواد طبي او غاښونو طبي ادارو ته امر کړی دی چې له وړاندې شامل افغان زده کوونکي افغانستان ته ستنېدو ته تیار کړي او په روان تعلیمي کال کې دې نوي افغان زده کوونکي نه داخلوي. شورا ویلي دي، چې اړوند ادارې دې د زده کوونکو د ستنېدو لپاره ضروري کاغذي چارې هم بشپړې کړي.
په پنجاب کې یو شمېر طبي ادارو د دې پرېکړې عملي کول هم پېل کړي دي. په لاهور کې کینګ اېډورډ طبي پوهنتون ۲۰ افغان طبي زده کوونکو ته ویلي دي چې د ستنېدو لپاره خپلې اداري چارې بشپړې کړي. په هغوي کې اووه د وروستي کال زده کوونکي دي. فاطمه جناح طبي پوهنتون هم ۲۱ افغان ښځینه زده کوونکو ته ورته لارښوونه کړې ده.
د طالبانو د سفارت د ویاند په وینا، یوازې د پنجاب په بېلابېلو تعلیمي ادارو کې شاوخوا ۱،۰۰۰ افغان زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې نږدې ۴۰۰ یې د طب په برخو کې زده کړې کوي. خو د پاکستان طبي او غاښونو طبي شورا تر اوسه په ټول پاکستان کې د اغېزمنو افغان طبي زده کوونکو کره شمېر نه دی اعلان کړی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان کړکېچ یوازې افغان زده کوونکي نه دي اغېزمن کړي. د پاکستانی زده کوونکو د استازو په وینا، تر ۱،۰۰۰ ډېر پاکستاني زده کوونکي د افغانستان په طبي کالجونو کې زده کړې کوي. د روان کال په جولایۍ کې ۱۳۵ پاکستاني طبي زده کوونکي، چې شاوخوا نهه میاشتې په افغانستان کې پاتې وو، د تورخم له لارې پاکستان ته ستانه شول؛ تر دې مخکې ۶۸ نور هم ستانه شوي وو.
افغان طبي زده کوونکي وايي، چې که له پاکستانه ستنولو ته اړ شي، د ډېرو کلونو زده کړې او د کورنیو مالي لګښتونه یې له خطر سره مخ کېږي. ښځینه زده کوونکو بیا اندېښنه ښودلې چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته ښيي د پوهنتون د زده کړو د دوام امکان ونه لري.
د پاکستان د خارجه وزارت تازه وضاحت د ویزو په برخه کې د افغان زده کوونکو لپاره یو نوی اړخ روښانه کوي، خو لا هم دا نه ده معلومه چې که د هغوي ویزې وغځول شي، د طبي شورا د پرېکړې له مخې به په پاکستان کې د زده کړو د دوام اجازه هم ورکړل شي او که نه.


شال نیوز