اسلام‌ اباد : پاکستاني چارواکي وايي، چې له طالبانو سره وروستي محدود سفارتي او اداري تماسونه د افغانستان په اړه د اسلام‌ اباد د پالیسۍ د بدلېدو معنا نه لري او له کابل سره د پراخو سیاسي خبرو لپاره د پاکستان پخواني شرطونه پر خپل ځای دي.

 

پاکستانۍ ورځپاڼې ،ایکسپریس ټریبیون، د یکشنبې پر ورځ، د سپتمبر پر ۷مه، د سرکاري سرچینو له قوله راپور ورکړی دی چې په وروستیو ورځو کې ځینو پرمختګونو دا پوښتنې پیدا کړې وې چې ښيي پاکستان له طالبانو سره د اړیکو په اړه خپله پالیسي بدلوي.

 

په دغو پرمختګونو کې له پاکستان سره د خبرو لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌ الدین حقاني لېوالتیا او د پاکستان په ملي دفاعي پوهنتون کې د افغان سفیر سردار احمد شکیب ګډون شامل دي. خو پاکستاني چارواکي وايي، چې دا دواړه پرمختګونه باید له طالبانو سره د نوي سیاسي تعامل یا د اسلام‌ اباد د پالیسۍ د بدلېدو په توګه ونه ګڼل شي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي دي چې په تعلیمي ادارو کې د بهرنیو سفیرانو ګډون غیرمعمولي خبره نه ده او په ملي دفاعي پوهنتون کې د افغان سفیر ګډون یوازې د علمي اړیکو په چوکاټ کې و.

 

اسلام‌ اباد وايي، چې له طالبانو سره په اړیکو کې د پام وړ پرمختګ تر هغه نه شي کېدی چې کابل د پاکستان خلاف د وسله والو ډلو، په ځانګړي ډول د ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، پر ضد عملي او د تایید وړ ګامونه وانخلي.

 

پاکستان له طالبانو څخه دا هم غواړي چې په لیکلې او د تایید وړ بڼه ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان خلاف د بریدونو لپاره نه کارول کېږي.

 

پاکستان تور لګوي چې ټي ټي پي او ځینې نورې وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه پلانوي او ترسره کوي. طالبان دا تورونه ردوي او وايي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد خلاف د کارولو اجازه نه ورکوي.

 

بلخوا چین د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو د بیا پېل لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي. د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ د اګست له ۳۱مې د سپتمبر تر لومړۍ نېټې اسلام‌ اباد ته سفر کړی او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره یې خبرې کړې دي.

 

پاکستاني چارواکي وايي، چې په دغو خبرو کې د «اورمچي بهیر» د بیا پېل پر امکاناتو هم غور شوی دی. چین د دغه بهیر له لارې هڅه کوي چې اسلام‌ اباد او کابل یو ځل بیا خبرو ته کښېنوي.

 

چین د پاکستان ـ افغانستان د «ارومچي بهیر» د بیا پېل هڅې چټکې کړې
چین د پاکستان ـ افغانستان د «ارومچي بهیر» د بیا پېل هڅې چټکې کړې
شکیب : د افغانستان او پاکستان امنیت له یو بل سره تړلی دی
شکیب : د افغانستان او پاکستان امنیت له یو بل سره تړلی دی
پاکستان : حکومت دعوه کوي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د ښکېلو کسانو ۶۰ فیصده افغانان دي
پاکستان : حکومت دعوه کوي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د ښکېلو کسانو ۶۰ فیصده افغانان دي

 

د اورمچي د خبرو لومړی پړاو د روان کال د اپرېل له لومړۍ تر اوومې په چین کي شوی و، چې د پاکستان، افغانستان او چین استازو پکي د دواړو ګاونډیو هېوادونو د اړیکو او امنیتي ستونزو په اړه خبرې کړې وې.

 

خو پاکستاني چارواکي د اورمچي بهیر د زر بیا پېل او د کوم لوي پرمختګ په اړه محتاط دي. د دوي په وینا، د اسلام‌ اباد او کابل ترمنځ د اړیکو تر ټولو لویه ستونزه لا هم د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو مسئله ده.

 

اسلام‌ اباد وايي، چې له کابل سره سفارتي لارې او محدود تماسونه پرانیستي ساتي، خو پراخ سیاسي تعامل به تر هغه نه پېلېږي چې پاکستان د خپلو امنیتي اندېښنو په اړه له طالبانو څخه عملي او د تایید وړ ګامونه ونه ویني.