اسلام‌ اباد / بېجینګ : چین د پاکستان او افغانستان ترمنځ د امنیتي کړکېچ د کمولو لپاره د «ارومچي بهیر» د دویم پړاو د پېل هڅې چټکې کړې دي.

 

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ،یوې شیاویونګ، په څه کم پنځو اوونیو کې د دویم ځل لپاره اسلام‌ اباد ته سفر کړی او د سپتمبر پر لومړۍ یې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره کتلي دي.

 

محمد صادق ویلي دي، چې په دې کتنه کې د سیمې پر خرابېدونکي امنیتي حالت، تحریک طالبان پاکستان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ پر فعالیتونو او د دواړو هېوادونو پر امنیتي اندېښنو خبرې شوې دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، اسلام‌ اباد او بېجینګ غواړي د وسله والو ډلو پر ضد خپله همکاري او همغږي زیاته کړي.

 

تازه راپورونه وايي، چې د چین د ځانګړي استازي سفر د هغو هڅو برخه ده چې بېجینګ غواړي معلومه کړي، د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ د ارومچي د دویمې غونډې لپاره حالات برابر شوي دي که نه.

 

چین د روان کال د اپریل له لومړۍ تر اوومې په ارومچي کې د پاکستان، افغانستان او چین د استازو د یوې اوونۍ غیررسمي غونډې کوربه و. په دې خبرو کې د درې واړو هېوادونو د خارجه، دفاعي او امنیتي ادارو چارواکو ګډون کړی و او د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ پر خرابېدونکو اړیکو، امنیتي مسئلو او د اختلافونو پر حل خبرې شوې وې.

 

په لومړۍ غونډه کې چین امنیتي مسئلې او د وسله والو ډلو فعالیتونه د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ د اختلاف له مهمو سببونو بللي وو او درې واړو خواوو د خبرو د دوام ملاتړ کړی و.

 

پاکستان له طالبانو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد عملي او د تایید وړ ګامونه واخلي. اسلام‌ اباد تور لګوي چې د دې ډلې وسله وال د افغانستان په خاوره کې پناه‌دځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

 

د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي، چې د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه هېواد داخلي مسئله ده.

 

.کابل/ارومچي: د پاکستان او افغانستان خبرې پای ته رسېدلي, افغان  وزارت خارجه
.کابل/ارومچي: د پاکستان او افغانستان خبرې پای ته رسېدلي, افغان وزارت خارجه
شکیب : د افغانستان او پاکستان امنیت له یو بل سره تړلی دی
شکیب : د افغانستان او پاکستان امنیت له یو بل سره تړلی دی
پاکستان : حکومت دعوه کوي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د ښکېلو کسانو ۶۰ فیصده افغانان دي
پاکستان : حکومت دعوه کوي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د ښکېلو کسانو ۶۰ فیصده افغانان دي

 

د چین لپاره د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ اړیکې یوازې د پاکستان د امنیت له اړخه مهمې نه دي. بېجینګ د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د فعالیتونو، د افغانستان د ثبات، په سیمه کې د چینايي وګړو د امنیت او د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز د پروژو په اړه هم اندېښنې لري.

 

چین غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا کمه شي، ځکه دوامداره امنیتي کړکېچ د سیمې پر سوداګرۍ، پانګونې او د چین پر اقتصادي پروژو اغېز کولی شي.

 

د چین ځانګړي استازي تر دې وړاندې هم پاکستان او افغانستان ته سفرونه کړي او له دواړو خواوو سره یې د اړیکو د ښه کولو او د امنیتي اختلافونو د کمولو پر لارو خبرې کړې دي.

 

تر اوسه د ارومچي د دویمې غونډې نېټه نه ده اعلان شوې، خو د چین د استازي تازه سفر ښيي چې بېجینګ غواړي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو دا بهیر بېرته فعال کړي.