کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي ويلي چې له پاکستان سره د ستونزو د حل لپاره جدي هڅې روانې دي او دواړه خواوې د خبرو له لارې د حل لاره لټوي۔

 

هغه دا څرګندونې د افغانستان او منځنۍ اسيا د مشورتي غونډې له پای وروسته وکړې او زياته يې کړه چې د چين په کوربتوب د افغان او پاکستاني پلاوو ترمنځ خبرې هم شوې دي۔

 

بلخوا د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقہار بلخی د ټولنيزو رسنيو شبکې ايکس کې ويلي چې دا خبرې د چين په ارومچي ښار کې پای ته رسېدلي او چين پکې د منځګړي رول لوبولی۔ خو تر اوسه د دغو خبرو بشپړ جزئيات مخې ته نه دي راغلي۔ نه دا روښانه شوې چې په خبرو کې کوم چارواکي شامل وو، نه دا چې خبرې څو ورځې روانې وې، او نه هم د کومې ګډې اعلاميې په اړه څه ويل شوي دي۔

 

د بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې افغان حکومت به د هغو عناصرو پر ضد اقدام ته دوام ورکړي چې د سيمي امن ته ګواښ وي، او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي۔

 

هغه وويل افغانستان غواړي د سيمي لپاره يو باوري شريک واوسي او له منځنۍ اسيا هېوادونو سره خپلې اړيکي لا پراخې کړي.

 

تر دا مهال پاکستان په دې اړه په رسمي توګه څه ندي ويلي.