ګیریونګ : د چین او نیپال پر پوله مهم ګیریونګ بندر <د اګست د ۲۶مې، له سخت سېلاب او د یخچال له نړېدو وروسته د سېلابي خټو، ډبرو او خاورو لاندې ورک شوی او ژغورونکي لا هم د زرګونو لادرکه کسانو په لټون بوخت دي.

 

رویټرز، چې خبریالان یې سیمې ته رسېدلي دي، وايي د پخواني مصروف سرحدي بندر بڼه په بشپړه توګه بدله شوې ده. د پنځه پوړیزې ګمرکي ودانۍ، سرحدي دروازې او د بندر د نورو ودانیو نښې نه لیدل کېږي او پر ځای یې د خټو، ډبرو او ویجاړو شویو ودانیو پاتې شوني پراته دي.

 

د اګست پر ۲۶مه په همالیا غرونو کې د یو یخچال له نړېدو وروسته د اوبو، یخ، ډبرو او خټو ستره څپه د نیپال او د چین د تبت پر سرحدي سیمو ورغله. دې پېښې کورونه، پلونه، سړکونه، د برېښنا پروژې او ګڼې نورې ودانۍ ویجاړې کړې دي.

 

د رویټرز د تازه شمېرو له مخې، په نیپال او تبت کې تر ۱۳۰۰ زیات کسان مړه شوي او تر پنځو زرو ډېر لا هم لادرکه دي. په لادرکه کسانو کې د ۲۳ هېوادونو سلګونه بهرني وګړي هم شامل دي.

 

چینايي چارواکي وايي، چې د ګیریونګ سیمه یې د لټون لپاره په اوو برخو وېشلې ده. شاوخوا ۶۰ ژغورونکي له درنو کیندونکو ماشینونو، بیلچو او رادار وسایلو کار اخلي. په څلورو برخو کې لټون بشپړ شوی، خو په درېیو نورو کې لا هم کار روان دی.

 

ژغورونکي په نیپال کې هم په ځانګړي ډول د برېښنا د پروژو هغو تونلونو ته د رسېدو هڅه کوي چې ګڼ کارکوونکي پکې بند پاتې شوي دي. د سپتمبر پر څلورمه دوه کسان له یوه تونله نهه ورځې وروسته ژوندي را وایستل شول او یوه ورځ وروسته یو چینايي وګړی هم د لسو ورځو له تېرېدو وروسته ژوندی وموندل شو.

 

نیپال ـ چین سېلابونه : د مړو شمېر ۹۱۹ ته ورسېد، نږدې ۴۸۰۰ کسان ورک دي
نیپال ـ چین سېلابونه : د مړو شمېر ۹۱۹ ته ورسېد، نږدې ۴۸۰۰ کسان ورک دي
د نیپال سېلابونه : په یو سرنګ کې د بندو ۴۶ کارکوونکو د ژوندي پاتې کېدو هیله اوس هم شته
د نیپال سېلابونه : په یو سرنګ کې د بندو ۴۶ کارکوونکو د ژوندي پاتې کېدو هیله اوس هم شته

 

په نیپال کې د طبیعي افت له امله زرګونه کورونه ویجاړ شوي او چارواکي وايي شاوخوا ۲۰ زره کورونه به بیا جوړول غواړي. حکومت اټکل کړی دی چې د کورونو، سړکونو، برېښنا او نورو بنیادي ودانیو مجموعي زیان میلیاردونو ډالرو ته رسېږي.

 

ګیریونګ د چین د تبت او نیپال ترمنځ له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه و. د مال وړونکو موټرو تر څنګ له همدې لارې تبت ته تلونکي سیلانیان او د کیلاش غره ته تلونکي هندوان زیارت کوونکي هم تېرېدل.

 

دا بندر تر دې وړاندې هم د طبیعي افتونو له امله تړل شوی و او تازه بېرته پرانیستل شوی و، خو د اګست د ۲۶مې سېلاب یو ځل بیا په پراخه کچه ویجاړ کړی دی. اوس چارواکي وايي چې لومړیتوب یې د لادرکه کسانو موندل، د سیمې پاکول او د سړکونو او نورو بنیادي خدمتونو بېرته فعالول دي.