کټمنډو : د نیپال د برېښنا ادارې یو چارواکي ویلي دي، چې د راسواګادي د اوبو نه د بجلۍ جوړولو په پروژه کې ۴۶ کارکوونکي چې له یوې اوونۍ راهیسې په یو سرنګ کې بند پاتې دي، ښيي اوس هم ژوندي وي.
چارواکي ،د سپتمبر په ۲مه، رویټرز ته ویلي دي، چې باور کېږي چې دغه کارکوونکي د سرنګ دننه په یوې خونې ته ورته برخه کې بند دي او هلته د خوړو او اوبو د موجودېدو له امله د هغوي د ژوندي پاتې کېدو هیله لا هم شته.
د نیپال پوځ تر دې مخکې د کارکوونکو د موندلو لپاره سرنګ ته ننوتی و، خو هغې ټاکلې برخې ته په رسېدو نه و بریالی شوی چې ګومان کېږي کارکوونکي پکې بند پاتې دي. چارواکي وايي، چې د ژغورنې ډلې به یو ځل بیا سرنګ ته د ننوتلو او د کارکوونکو د موندلو هڅه وکړي.
د نیپال چارواکو ویلي دي، چې تر اوسه د سېلابونو له امله اغېزمنو شویو د اوبو نه د بجلۍ جوړولو له بېلابېلو پروژو ۲۷۹ کسان ژغورل شوي، خو ۶۳۹ نور لا هم ورک دي.
د راسواګادي د بجلۍ پروژه د نیپال په راسوا سیمه کې، د چین سرحد ته نږدې پرته ده. وروستیو سختو سېلابونو په سیمه کې لارې، پلونه او د بجلۍ یو شمېر پروژې سختې زیانمنې کړې دي.
د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او چارواکي وايي، چې د ورکو کسانو د موندلو لپاره هڅې دوام لري.


شال نیوز