کټمنډو / تبت : د نیپال او چین د پولې په غرنیو سیمو کې د سختو سېلابونو او خاورو ښویېدو له امله د مړو شمېر ۹۱۹ ته رسېدلی او نږدې ۴۸۰۰ کسان لا هم ورک دي.
د نیپال د ناورینونو د ادارې ،د اګست د ۳۱مې، د شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې ۹۰۳ کسان مړه او ۴۲۴۷ نور ورک دي. د ورک کسانو په ډله کې د اوبو برېښنا د بېلابېلو پروژو ۹۳۳ کارکوونکي هم شامل دي. ژغورونکي وېره لري چې د دغو کارکوونکو ګڼ شمېر به د برېښنا پروژو په تونلونو کې بند پاتې وي.
د چین دولتي خبري اژانس شینهوا وايي، چې د تبت په ګیرونګ سیمه کې هم ۱۶ کسان مړه او ۵۴۶ نور ورک دي. په دې سره د دواړو خواوو د ورک کسانو ټول شمېر ۴۷۹۳ ته رسېږي.
د نیپال چارواکي وايي، چې د هند او چین تخنیکي ډلې له نیپالي ژغورونکو سره یو ځای هڅه کوي هغو تونلونو ته ورسېږي چې د خټو، ډبرو او سېلابي موادو له امله تړل شوي دي. د ژغورنې لپاره درانه ماشینونه او په ځینو ځایونو کې کنټرول شوې چاودنې کارول کېږي.
د راپورونو له مخې، د اګست پر ۲۶مه د همالیا په سیمه کې د یو ګلیشیر د یوې برخې له نړېدو وروسته د اوبو، واورې، ډبرو او خټو ستره څپه رامنځته شوه چې د نیپال او تبت ګڼې سیمې یې وځپلې.
د نیپال وزیراعظم بالېندرا شاه ویلي دي، چې د ناورین بشپړ زیان لا نه دی معلوم او په ځینو غرنیو سیمو کې د نویو جهیلونو او نورو ځمکښوېدنو له امله د بیا سېلاب راتلو خطر هم څارل کېږي.


شال نیوز