کټمنډو / تبت : د نیپال او د چین د تبت په سرحدي سیمو کې د سختو سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۷۵۰ ته رسېدلی او ۳۰۴۴ کسان لا هم ورک دي، په داسې حال کې چې ،د اګست په ۳۰مه، د نورو سېلابونو خبرداری هم ورکړل شوی دی.
د اګست ۳۰مې د تازه رسمي شمېرو له مخې، یوازې په نیپال کې ۷۳۴ کسان مړه شوي دي او ۲۴۹۸ نور ورک دي. د چین د تبت چارواکي وايي،چې په ګیرونګ ضلعه کې ۱۶ کسان مړه شوي او ۵۴۶ نور لا نه دي موندل شوي.
د چین چارواکو ویلي دي، چې د تبت په اړخ کې په ورکو کسانو کې د ۲۳ هېوادونو ۲۶۱ بهرني وګړي هم شامل دي. په ورکو بهرنیانو کې نیپالیان، هنديان، امریکایان، برتانویان او د یو شمېر نورو هېوادونو وګړي شامل دي.
ژغورونکي په دواړو غاړو کې د ورکو کسانو د موندلو هڅې کوي، خو خراب موسم، خټې، ویجاړې شوې لارې او د اوبو د کچې لوړېدل د عملیاتو مخه نیسي. په نیپال کې د ژغورنې هڅې هغو سیمو ته هم غځېدلې دي چې د بجلۍ د بندونو تونلونه او نورې ودانۍ پکې سختې زیانمنې شوې دي.
اسوشیټېډ پرېس وايي، چې نیپالي چارواکو ،د اګست په ۳۰مه، سهار د بهوټېکوشي سیند د اوبو د لوړېدو له امله د نورو سېلابونو خبرداری ورکړی او د اغېزمنو سیمو له اوسېدونکو یې غوښتي دي چې تیار او محتاط پاتې شي. د سیلاب خبرداري د موبایل له لارې هم خلکو ته استول شوي دي.
په ځینو سیمو کې لوي پلونه او سړکونه ویجاړ شوي او د کټمنډو له مهمو لارو سره تګ راتګ اغېزمن شوی دی. په یو شمېر ځایونو کې بجلۍ پرې شوې او د خټو او ډبرو له امله د مرستو رسولو کار هم ستونزمن شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، له ۹۰ زرو زیات کسان د دې ناورین له امله اغېزمن شوي دي. چین د ژغورنې لپاره له دوه زرو زیات اهلکار ځای پر ځای کړي او د مرستو لپاره یې ۲۲۰ میلیونه یوان ځانګړي کړي دي. مالیزیا هم د یو میلیون ډالرو مرستې او د ځانګړې ژغورنې ډلې د لېږلو اعلان کړی دی.
دغه ناورین د اګست پر ۲۶مه هغه مهال رامنځته شو چې د همالیا په غرونو کې د یخچال یوه برخه راولوېده او ورسره د یخ، ډبرو، خټو او اوبو لویه څپه لاندې سیمو ته ورغله. سختو سېلابونو د نیپال او تبت په سرحدي سیمو کې کلي، سړکونه، پلونه او نورې ودانۍ زیانمنې کړې.
چارواکي وايي، چې د مړو او ورکو کسانو شمېر لا هم وروستی نه دی او د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.


شال نیوز