کابل : پخواني افغان ولسمشر ،حامد کرزي، د امریکا د استازو جرګې ته د عایشې وهاب ټاکل کېدل د نوموړې د هڅو، سخت کار او پر خپلو باورونو د ټینګ پاتې کېدو پایله بللې ده. کرزي ،د سپتمبر په ۶مه، مېرمن وهاب ته د بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې د هغې بریا د افغانانو، په ځانګړي ډول افغان ـ امریکایانو او ځوانانو لپاره د ویاړ او الهام سرچینه ده.
نوموړي ویلي دي، چې د عایشې وهاب پرمختګ په امریکا او نورو هېوادونو کې میلیونونو کسانو ته دا پیغام ورکوي چې د زده کړو، هڅو او سخت کار له لارې خپلو موخو ته رسېدل ممکن دي.
کرزي عایشې وهاب ته په خطاب کې ویلي:
«موږ ټول پر تا ویاړو او ستا د لا نورو بریاوو هیله کوو.»
پخواني افغان ولسمشر په امریکا کې مېشتو افغانانو ته هم ویلي دي چې د دغه هېواد قوانینو ته درناوی وکړي، سخت کار وکړي او د ځان او خپلو اولادونو لپاره د زده کړو له فرصتونو ګټه واخلي.
هغه ویلي دي، چې د امریکا د استازو جرګې ته د عایشې وهاب رسېدل یو ځل بیا ښيي چې امریکا د فرصتونو هېواد دی او هغو کسانو ته د پرمختګ زمینه برابروي چې د خپلو موخو لپاره پرله پسې هڅه کوي.
کرزي زیاته کړې ده، چې عایشه وهاب یو مهم مقام ته رسېدلې، خو لا هم ډېر فرصتونه او مسولیتونه ورته په مخ کې دي او باید خپلې هڅې روانې وساتي.


شال نیوز