د عایشې وهاب ژوند د یوې افغان الاصل امریکايۍ سیاستوالې د بریا تر کیسې ډېر څه دی. دا د مهاجرت، یتیمۍ، د کورنۍ د له لاسه ورکولو، اقتصادي ستونزو، زده کړو او بیا تر امریکا کانګرېس پورې د رسېدو اوږد سفر دی.
د عایشې مور او پلار په ۱۹۸۰مو کلونو کې افغانستان پرېښود او امریکا ته کډه شول. کورنۍ یې په نیویارک کې نوی ژوند پېل کړ، خو عایشه لا ماشومه وه چې له یوې سترې غمیزې سره مخ شوه.
پلار یې په نیویارک کې ووژل شو او لږه موده وروسته یې مور هم مړه شوه. عایشه او خور یې په کم عمر کې د مور او پلار له سیوري بې برخې شوې او د ماشومانو د سرپرستۍ نظام ته وسپارل شوې. وروسته یوې افغان امریکايۍ کورنۍ د دواړو خویندو سرپرستي ومنله او هغوي کالیفورنیا ته ولاړې. عایشه په همدې نوې کورنۍ کې لویه شوه او زده کړو ته یې دوام ورکړ.
هغې وروسته د سان هوزه ایالتي پوهنتون څخه په سیاسي علومو کې د لیسانس سند ترلاسه کړ او د کالیفورنیا ایالتي پوهنتون، ایسټ بې، څخه یې د سوداګرۍ په اداره کې ماسټري وکړه. هغې وروسته خپلې لوړې زده کړې نورې هم وغځولې.
د سیاست له پېل وړاندې عایشې د ټکنالوژۍ، غیرانتفاعي ادارو او ټولنیزو چارو په بېلابېلو برخو کې کار وکړ. له افغان کډوالو سره د مرستې په برخه کې یې هم فعالیت درلود او د افغان امریکايي ټولنې له یو شمېر ادارو سره یې اړیکې وساتلې.
خو د هغې ژوند له اقتصادي ستونزو هم خالي نه و.
د ۲۰۱۱م کال د اقتصادي بحران پر مهال د هغې کورنۍ له مالي ستونزو سره مخ شوه. کور یې له لاسه ورکړ او کورنۍ یې اړ شوه چې له فریمونټ څخه هایوارډ ته کډه شي. عایشې په همدې موده کې خپله دنده هم له لاسه ورکړه.
وروسته همدې تجربو د هغې پر سیاسي فکر اغېز وکړ. د کورونو د لوړو بیو، د عادي کورنیو د اقتصادي ستونزو او د ټیټ عاید لرونکو خلکو د ژوند مسایلو ته یې پام زیات شو. عایشې په هایوارډ کې د ښار شورا غونډې تعقیبول پېل کړل او ورو ورو یې په محلي سیاست کې فعالیت زیات شو.
په ۲۰۱۸م کال کې هغې د هایوارډ ښار شورا ته ځان کاندید کړ او ټاکنې یې وګټلې. په دې سره هغه په امریکا کې لومړنۍ افغان امریکايۍ ښځه شوه چې یوه انتخابي عامه څوکۍ یې ترلاسه کړه.
هغې په ښار شورا کې د کورونو، کرایو، کوچنیو کاروبارونو، ښځو، ماشومانو او د ټیټ عاید لرونکو کورنیو اړوند مسایلو ته پام کاوه. وروسته د هایوارډ د ښاروال مرستیاله هم شوه.
عایشې په ۲۰۲۲م کال کې د کالیفورنیا ایالتي سنا د لسمې حوزې ټاکنې وګټلې. په دې بریا سره هغه د کالیفورنیا په ایالتي سنا کې لومړنۍ افغان امریکايۍ او لومړنۍ مسلمانه ښځه شوه. په سنا کې یې د کورونو د بیو، کارګرانو د حقونو، تبعیض، ښځو او ماشومانو، اقتصادي نابرابرۍ او ټولنیزو موضوعاتو په اړه کار وکړ.
د هغې یوه ډېره بحث شوې هڅه په کالیفورنیا کې د ذات یا «کاسټ» پر بنسټ د تبعیض د منع کولو قانون و. دغه قانون د ایالتي مقننه ادارې له دواړو مجلسونو تېر شو، خو والي ګېون نیوسم یې وروسته ویټو کړ.
عایشه د خپلو ځینو سیاسي دریځونو له امله له مخالفت او ګواښونو سره هم مخ شوې ده. د هغې پر ضد د څوکۍ څخه د لرې کولو هڅې شوې او د مرګ ګواښونه یې هم ترلاسه کړي دي.
له دې سره سره، د هغې سیاسي سفر دوام وکړ.
د افغانستان موضوع هم د عایشې له عامه او سیاسي ژوند څخه جلا نه وه. هغې د افغان کډوالو له ادارو سره کار کړی او په ۲۰۲۱م کال کې، کله چې په افغانستان کې جمهوري نظام ړنګ شو او زرګونه افغانان امریکا ته ورسېدل، د نويو کډوالو د ځای پر ځای کېدو په چارو کې یې برخه واخیسته.
د ۲۰۲۶م کال په اګست کې د عایشې وهاب سیاسي سفر یوې بله مهمې مرحلې ته ورسېد. هغې د کالیفورنیا د کانګرېس د ۱۴مې حوزې په ځانګړو ټاکنو کې بریا ترلاسه کړه او د امریکا د استازو جرګې ته لومړنۍ افغان امریکايۍ وټاکل شوه.
دغه څوکۍ مخکې د ډیموکراټ استازي ایریک سوالوېل وه. عایشه د ځانګړو ټاکنو له لارې د هغه د پاتې دورې لپاره کانګرېس ته ځي او د نومبر په ټاکنو کې به د بشپړې دورې لپاره بیا سیالي کوي.
د هغې د ژوند د لومړیو کلونو او اوسني مقام ترمنځ واټن ډېر لوي دی.
یوه نجلۍ چې په ماشومتوب کې یې پلار ووژل شو، مور یې له لاسه ورکړه او له خور سره د ماشومانو د سرپرستۍ نظام ته وسپارل شوه، څو لسیزې وروسته د امریکا د کانګرېس غړې شوه.
د دې دوو پړاوونو ترمنځ د هغې ژوند له ستونزو، بې کارۍ، اقتصادي فشار، د کور له لاسه ورکولو، سیاسي مخالفت او ګواښونو ډک و. خو همدغه تجربې وروسته د هغې د سیاسي کار برخه هم وګرځېدې.
د کور له لاسه ورکولو تجربې د ارزانه کورونو موضوع ورته مهمه کړه. د ماشومانو د سرپرستۍ د نظام تجربه یې د بې سرپرسته ماشومانو د حقونو پر موضوع حساسه کړه او د افغان کډوالې کورنۍ د لور په توګه یې د مهاجرو د ژوند ستونزې له نږدې وپېژندلې.
عایشه وهاب په امریکا کې زیږېدلې او لویه شوې ده، خو د کورنۍ ریښې یې له افغانستان سره تړلې دي. ځکه د هغې بریا د ډېرو افغانانو لپاره یوازې د یوې امریکايي سیاستوالې انتخاباتي بری نه ګڼل کېږي.
د هغې کیسه د یوې داسې ماشومې کیسه ده چې په کم عمر کې یې ډېر څه له لاسه ورکړل، خو زده کړې یې پرېنښودې، ځان یې له سره جوړ کړ او له محلي سیاست څخه د امریکا تر کانګرېس ورسېده.
د عایشې وهاب ژوند دا ښيي چې د انسان د ژوند سخت پېل تل د هغه د راتلونکي فیصله نه کوي. هغه نجلۍ چې یو وخت د خپل راتلونکي په اړه یې لږ اختیار درلود، اوس د امریکا د استازو جرګې غړې شوې ده.


مجید بابر