کالیفورنیا : عایشه وهاب ،د اګست په ۲۱مه، د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د کالیفورنیا د ۱۴مې ولسوالۍ په ځانګړو انتخاباتو کې بریالۍ شوې او په دې توګه د امریکا کانګرس ته ټاکل شوې لومړۍ افغان ـ امریکايۍ ښځه شوه.
وهاب د کانګرس د پخواني غړي اریک سوالوېل له استعفا وروسته د خالي شوې څوکۍ لپاره په ځانګړو انتخاباتو کې برخه اخیستې وه. هغه به د سوالوېل د پاتې دورې تر پای، یعنې د ۲۰۲۷م کال تر جنورۍ پورې، په استازو جرګه کې د دې ولسوالۍ استازیتوب کوي.
عایشه وهاب د افغان کډوالو په کورنۍ کې په نیویارک کې زېږېدلې ده. هغې وروسته په کالیفورنیا کې زده کړې کړې او د دغه ایالت په سیاست کې یې فعالیت پېل کړ. وهاب تر دې وړاندې د کالیفورنیا په ایالتي سیاست کې هم مهمې دندې ترسره کړې دي او د ایالتي سناتورې په توګه یې دنده ترسره کوله.
ټاکل شوې ده چې عایشه وهاب د نومبر پر درېیمه یو ځل بیا د همدې څوکۍ د بشپړې دوه کلنې دورې لپاره انتخاباتو ته ودرېږي. د هغې بریا د افغان ـ امریکايي ټولنې لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه بلل کېږي، ځکه دا لومړی ځل دی چې یوه افغان ـ امریکايۍ ښځه د امریکا د کانګرس استازو جرګې ته لار پیدا کوي.


شال نیوز