کابل : د افغانستان پخواني ولسمشر ،حامد کرزي، عایشه وهاب ته د امریکا د استازو جرګې په ځانګړو انتخاباتو کې د بریا مبارکي ورکړې ده. کرزي ،د اګست په ۲۲مه، د اېکس پر خپله پاڼه لیکلي دي چې د وهاب بریا د افغان ښځو او نجونو د وړتیا څرګندونه کوي او ښيي چې که مناسب فرصتونه ورته برابر شي، هغوي د ټولنې په بېلابېلو برخو کې اغېزمن رول لوبولی شي.
هغه ویلي دي، چې عایشه وهاب په یوه سخته انتخاباتي سیالۍ کې بریالۍ شوې ده او نوموړي هغې ته د دې بریا مبارکي ویلې او د لا زیاتو کامیابیو هیله یې ورته کړې ده. کرزي زیاته کړې ده چې افغان ښځې او نجونې، که په هېواد کې دننه یا بهر د زده کړو، کار او ټولنیز ګډون مناسب فرصتونه ولري، د ټولنې او هېواد په پرمختګ کې رغنده ونډه اخیستی شي.
عایشه وهاب د کالیفورنیا د ۱۴مې کانګرس ولسوالۍ په ځانګړو انتخاباتو کې خپلې ډیموکراټې سیالې مېلیسا هرنانډېز ته ماتې ورکړې ده. د تازه نتیجو له مخې، وهاب له ۵۳ سلنې څخه زیاتې رایې اخیستې او په دې بریا سره د امریکا کانګرس ته لومړۍ افغان الاصل امریکايۍ ټاکل شوې ده.
وهاب به د کانګرس د پخواني غړي ،اریک سوالوېل، د پاتې دورې تر جنورۍ پورې د کالیفورنیا د ۱۴مې ولسوالۍ استازیتوب کوي. نوموړې او مېلیسا هرنانډېز به د نومبر په انتخاباتو کې یو ځل بیا د همدې څوکۍ د بشپړې دوه کلنې دورې لپاره له یو بل سره سیالي کوي.
عایشه وهاب تر دې وړاندې د کالیفورنیا د ایالتي سېنېټ غړې وه او په دغه ایالت کې هم لومړۍ افغان الاصل امریکايۍ وه چې ایالتي مقننه ادارې ته ټاکل شوې وه. د امریکا کانګرس ته د هغې انتخاب د افغان - امریکايي ټولنې لپاره یوه تاریخي سیاسي بریا بلل کېږي.


شال نیوز