واشنګټن : عایشه وهاب د ۲۰۲۶م کال د سپتمبر پر دویمه په واشنګټن کې د امریکا د استازو جرګې د غړې په توګه لوړه وکړه او په دې سره د امریکا کانګرس ته رسېدلې لومړۍ افغان الاصله امریکایۍ ښځه شوه.
د امریکا د استازو جرګې د رسمي ریکارډ له مخې، وهاب د سپتمبر پر دویمه د غرمې شاوخوا ۱۲ بجې د جرګې تالار ته ورغله او د جرګې مشر مایک جانسن ترې لوړه واخیسته.
۳۹ کلنه وهاب د کالیفورنیا د ۱۴مې انتخاباتي حوزې استازیتوب کوي. نوموړې د کانګرس د پخواني غړي ،ایرک سوالوېل، د استعفا له امله په خالي شوې څوکۍ د اګست پر ۱۸مه په ځانګړو انتخاباتو کې بریالۍ شوې وه.
د امریکا د استازو جرګې د تاریخ دفتر وايي، چې د لوړې له کولو وروسته عایشه وهاب د سپتمبر پر دویمه په رسمي ډول د جرګې د غړو په فهرست کې شامله شوه.
عایشه وهاب په نیویارک کې د افغان کډوالو په کورنۍ کې زېږېدلې ده. هغې تر کانګرس مخکې د کالیفورنیا د هیوارډ ښار د شورا د غړې او وروسته د کالیفورنیا د ایالتي سېنېټ د غړې په توګه کار کړی دی.
هغې د لوړې وروسته ویلي، د کور، خوراک، تعلیم او روغتیا په ګډون د خلکو د ورځني ژوند د لګښتونو کمول به یې له مهمو لومړیتوبونو څخه وي او په دې برخه کې به له دواړو لویو سیاسي ګوندونو سره د کار هڅه کوي.
وهاب به د ایرک سوالوېل د پاتې دورې تر پای د کالیفورنیا د ۱۴مې حوزې استازیتوب کوي او د نومبر پر درېیمه د بشپړې راتلونکې دورې لپاره هم انتخاباتو ته درېږي.


شال نیوز