بدخشان : د امریکا هډسن انسټېټیوټ وايي، چې د بدخشان په ولایت کې د طالبانو پر وړاندې د بېلابېلو وسله والو جبهو وروستۍ هڅې، که څه هم اوس محدودې دي، خو ښ+يي د لا منظم او دوامدار وسلهوال مقاومت د رامنځته کېدو لومړنۍ نښې وي.
د هډسن انسټېټیوټ د تازه راپور له مخې، په وروستیو اوونیو کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادۍ جبهې په بدخشان کې خپل وسله وال فعالیتونه زیات کړي دي.
راپور وايي، چې دغه مقاومت تر اوسه د سیمې او پراختیا له پلوه محدود دی، خو د بدخشان ځانګړې جغرافیه، غرونه، تنګې درې او له تاجکستان، پاکستان او چین سره پولې د دې سیمې ستراتیژیک اهمیت زیاتوي.
هډسن په ځانګړي ډول د زیباک، کران او منجان او وردوج درې یادونه کړې او وايي، چې په دغو دریو سیمو کې د وسله والو مخالفو ډلو فعالیتونه د نږدې څارنې وړ دي.
د راپور له مخې، د افغانستان د ازادۍ جبهې په وروستیو اوونیو کې د زیباک په سیمه کې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي، په داسې حال کې چې د ملي مقاومت جبهې په کران او منجان کې وسله وال فعالیتونه کړي دي.
ملي مقاومت جبهې دا هم ویلي دي چې د بدخشان د مرکز فیض اباد د طالبانو ښاروال یې په یو برید کې وژلی و. هډسن دغه خبره د ملي مقاومت جبهې د دعوې په توګه یاده کړې ده.
راپور وايي، چې زیباک ځکه مهم دی چې څو مهمې درې او لارې پکې سره یوځای کېږي او د واخان دهلېز پر لور د تګ له مهمو دروازو څخه شمېرل کېږي. له زیباکه د تاجکستان او پاکستان پولې هم ډېرې لرې نه دي.
کران او منجان بیا د بدخشان په سویل لوېدیځ کې پرته سیمه ده چې د پنجشېر او نورستان له لارو سره نښلي. د هډسن په وینا، که ملي مقاومت جبهه هلته دوامداره حضور پیدا کړي، دا سیمه د پنجشېر او بدخشان ترمنځ د احتمالي اړیکې د لارې په توګه کارېدلی شي.
راپور د وردوج درې ته هم ځانګړی اهمیت ورکړی او وايي، چې تنګې درې، لوړ غرونه او محدودې لارې کوچنیو وسله والو ډلو ته دا زمینه برابرولی شي چې د شمېر له پلوه د لویو ځواکونو پر وړاندې فعالیت وکړي.
هډسن وايي، چې بدخشان په ۱۹۹۰مو کلونو کې هم د طالبانو پر وړاندې د مقاومت له مهمو سیمو څخه و او د دغه ولایت ځینو غرنیو سیمو د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د مخالفو ځواکونو لپاره مهم ځایونه برابر کړي وو.
د راپور له مخې، د بدخشان اهمیت یوازې د افغانستان تر داخلي جګړې محدود نه دی. دغه ولایت په شمال کې له تاجکستان، په سویل ختیځ کې له پاکستان او په ختیځ کې د واخان دهلېز له لارې له چین سره پوله لري. د افغانستان او چین یوازینۍ ګډه پوله هم د واخان په ختیځه برخه کې ده.
هډسن انسټېټیوټ وايي، چې که د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې وکولی شي په کران او منجان کې دوامداره حضور وساتي، وردوج ته خپل فعالیت وغځوي او په زیباک کې د طالبانو واک وننګوي، نو د افغانستان په شمال ختیځ کې امنیتي وضعیت د پام وړ بدلېدلی شي.
خو راپور دا هم روښانه کوي چې اوسنی وسله وال مقاومت لا محدود دی او دا لا نه شي ویل کېدی چې په بدخشان کې به روان فعالیتونه حتماً په پراخ او منظم مقاومت بدل شي.


شال نیوز