کابل : په افغانستان کې د طالبانو څو مخالفې وسله والې ډلې دعوه کوي چې د جولایۍ له وروستیو څخه د اګست تر وروستیو پورې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر طالب ځواکونو نږدې ۶۰ بریدونه او وسله وال عملیات کړي دي.
دا شمېر د افغانستان د ازادۍ جبهې، د افغانستان متحدې جبهې، ملي مقاومت جبهې او ځینو نورو مخالفو ډلو د خپرو شویو اعلامیو او د هغوي د عملیاتو د دعوو له راټولولو څخه اخیستل شوی دی. د دغو بریدونو ډېره برخه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې او طالبانو هم د اکثرو دعوو په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې د جولایۍ له ۲۳مې وروسته په بدخشان، بغلان، کابل، غزني، ننګرهار، فاریاب، نورستان او پنجشېر کې د ګڼو بریدونو دعوه کړې ده. د دې جبهې تر ټولو پراخې نښتې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې شوې دي، چې طالبانو هم هلته د مخالفو وسله والو له ځواکونو سره د جګړې پخلی کړی دی.
د جولایۍ پر ۲۳مه د ازادۍ جبهې وویل چې په زیباک کې یې پر طالب پوستو او پوځي مرکزونو له څو خواوو بریدونه کړي دي. طالبانو هغه مهال وویل چې د مخالفې ډلې پنځه جنګیالي یې وژلي، خو د خپلو تلفاتو په اړه یې څه ونه ویل. له هغه وروسته هم په زیباک کې څو ځله د جګړو راپورونه خپاره شوي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان متحدې جبهې، چې مشري یې د پخواني افغان جنرال سمیع سادات په غاړه ده، د جولایۍ له پای او د اګست له پېل راهیسې په ځانګړي ډول په کندهار او هلمند کې د خپلو بریدونو د زیاتېدو دعوه کړې ده.
د اګست پر ۱۴مه دې جبهې وویل چې یوازې په ۲۴ ساعتونو کې یې په هلمند او کندهار کې درې عملیات کړي دي. د اګست پر ۲۱مه یې هم په کندهار کې د طالبانو د استخباراتو د یو غړي او دوو نورو طالب وسله والو د وژلو دعوه وکړه. طالبانو تر اوسه د دغو دعوو په اړه څه نه دي ویلي.
ملي مقاومت جبهې د اګست میاشتې لپاره د خپلو ټولو عملیاتو یو ځای رسمي شمېر نه دی خپور کړی، خو د دې ډلې له خوا په بدخشان، بغلان، کندز، هرات او نورو سیمو کې د بریدونو او عملیاتو دعوې رسنیزې شوې دي. په دې ترڅ کې نورو مخالفو وسله والو ډلو، لکه «سپاهي میهن» او د امرالله صالح په مشرۍ «زرغون بهیر» هم په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو دعوې کړې دي.
د جولایۍ په نیمایي کې د «سپاهي میهن» په نوم یوې نوې مخالفې ډلې د بدخشان د یفتل پایان ولسوالۍ پر مرکز د لنډ وخت لپاره د ولکې دعوه کړې وه. وروسته د ازادۍ جبهې په زیباک کې جګړې پېل کړې، چې د مخالفو ډلو د فعالیت د زیاتېدو په اړه یې بحثونه پراخ کړل.
د اګست په لومړۍ اوونۍ کې یوازې د ازادۍ جبهې، متحدې جبهې او ملي مقاومت جبهې د نهو ولایتونو په کچه لږ تر لږه د ۱۵ بریدونو دعوه کړې وه. دغه ولایتونه بدخشان، کندوز، بغلان، کابل، فاریاب، غور، هرات، کندهار او هلمند ښودل شوي وو.
خو د دغو ټولو بریدونو، مرګ ژوبلې او دعوې شویو تلفاتو خپلواک تایید ممکن نه دی شوی. طالبان په ځانګړي ډول په بدخشان کې ځینې نښتې تایید کړې دي، خو د مخالفو ډلو د ډېرو نورو بریدونو په اړه یې یا څه نه دي ویلي او یا یې د تلفاتو شمېر نه دی خپور کړی.


شال نیوز