کابل : د افغانستان د تېر جمهوري نظام د لوړپوړي پوځي چارواکي، جنرال سمیع سادات، په مشرۍ متحدې جبهې دعوه کړې ده چې د کندهار او سپین بولدک ترمنځ یې د طالبانو پر ځواکونو وسله وال برید کړی دی. دې جبهې ،د جولایۍ په ۳۱مه، په یوې خپرې کړې ویډیو کې ویلي دي چې برید یې ،د جولایۍ په ۳۰مه، د کندهار ـ سپین بولدک پر لویه لاره ترسره کړی دی.
په ویډیو کې د شپې مهال د ډزو او یوې چاودنې صحنې لیدل کېږي، خو د برید کره ځای، هدف او احتمالي مرګ ژوبله تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تایید شوې. د متحدې جبهې سرچینو ویلي دي چې دغه ډله به ،د اکست په لومړۍ، د خپلو پوځي فعالیتونو د پېل، موخو او راتلونکو عملیاتو په اړه رسمي اعلامیه خپره کړي.
که د جبهې دا دعوه تایید شي، دا به لومړی ځل وي چې د سمیع سادات په مشرۍ دغه سازمان په ښکاره توګه د طالبانو پر ضد د وسله وال برید مسئولیت مني. متحدې جبهې تر دې وړاندې تر ډېره سیاسي، رسنیز او سازماني فعالیتونه کول او د طالبانو پر ضد یې د یوه مستقیم وسله وال برید دعوه نه وه کړې.
سمیع سادات د افغانستان د پخواني پوځ یو لوړپوړی جنرال و او د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د قوماندان په ګډون یې په بېلابېلو مهمو پوځي دندو کار کړی دی.
متحده جبهه د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر په میاشت کې په امریکا کې جوړه شوې وه. په دې جبهه کې د افغانستان د پخواني پوځ یو شمېر افسران، جنرالان، پخواني چارواکي او له طالبانو سره مخالفې سیاسي څېرې شاملې بلل کېږي.
د متحدې جبهې د وسله وال فعالیت دعوه داسې مهال شوې ده چې د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله پوره کېدو ته نږدې شوي دي. په همدې موده کې د طالبانو نورې مخالفې وسله والې ډلې، په ځانګړي ډول د افغانستان د ازادۍ جبهې او د ملي مقاومت جبهې، هم په بېلابېلو ولایتونو کې د بریدونو دعوې کړې دي.
د ازادۍ جبهې په وروستیو ورځو کې په بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د خپلو عملیاتو د زیاتېدو دعوه کړې ده.
د طالبانو حکومت تر اوسه د کندهار او سپین بولدک ترمنځ د متحدې جبهې د دعوه شوي برید په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. د برید د مرګ ژوبلې، هدف او څرنګوالي په اړه هم تر دې دمه خپلواک او کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.


شال نیوز