مزارشریف (شال نیوز) : د بلخ د ځمکو د تصفیې کمېسیون وايي، په دغه ولایت کې د ۷۵ استوګنیزو ښارګوټو د ځمکو تر ارزونې وروسته ۲۲ ښارګوټي پر دولتي ځمکو جوړ شوي دي.
د کمېسیون رییس محمد موسی مبین ویلي، په دغو ۲۲ ښارګوټو کې شاوخوا ۸۵ زره او ۷۷ جریبه دولتي ځمکه شامله ده.
د هغه په وینا، د څلورو نورو استوګنیزو ښارګوټو ارزونه هم بشپړه شوې او په دغو ښارګوټو کې د ځمکو او کورونو د اخیستو، خرڅولو او بیارغونې اجازه ورکړل شوې ده.
کمېسیون وايي، په بلخ کې د ۷۵ ښارګوټو د ځمکو وضعیت تر څېړنې لاندې نیول شوی، خو د ټولو ښارګوټو په اړه وروستۍ پرېکړې لا نه دي شوې.
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د دولتي ځمکو د بېرته ترلاسه کولو او د ځمکو د ملکیت د معلومولو لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې د ځمکو د تصفیې چارې روانې کړې دي.
په بلخ کې د ۲۲ ښارګوټو دولتي اعلان کېدل د هغو خلکو لپاره هم مهم دي چې په دغو سیمو کې یې ځمکې، کورونه یا پلاټونه اخیستي دي. تر اوسه په خپرو شویو معلوماتو کې دا نه دي ویل شوي چې د دغو کسانو د ملکیتونو او اسنادو په اړه به څه ډول پرېکړه کېږي.


شال نیوز