مسکو (شال نیوز) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مسکو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچک سره کتلي او دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ، کانونو او پانګونې په برخو کې د اړیکو پر پراخولو خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر شپږمه ویلي، متقي په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې د سیاسي اړیکو روان بهیر مثبت بللی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي تفاهم باید په عملي اقتصادي شراکت بدل شي.
متقي له روسیې سره د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراخولو، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د نښلونکو لارو د پیاوړتیا، په افغانستان کې د روسي پانګونې او د انرژۍ او کانونو په برخو کې د ګډ کار غوښتنه کړې ده.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي راکړې ورکړې او پیسو د لېږد لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم ټینګار کړی دی. د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچک ویلي، مسکو له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراخولو ته چمتو دی او د عملي کار د پیل لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.
د روسیې د حکومت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګري د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه نیم برابره زیاته شوې ده.
دواړو لورو هوکړه کړې چې د ګډو اقتصادي پروژو لپاره به د حکومتونو ترمنځ خبرې روانې ساتي او د افغانستان او روسیې د سوداګرو ترمنځ به اړیکې هم پراخوي.
دا لیدنه په داسې وخت کې شوې چې متقي د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی او د خپل سفر پر مهال یې له یو شمېر نورو لوړپوړو روسي چارواکو سره هم کتلي دي.


شال نیوز