کابل (شال نیوز) : د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دغه وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال عبدالرحمن قانت د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال حمید قنبري او په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیکدلي سره کتلي دي.

 

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د کانونو په برخه کې د ایراني پانګونې پر فرصتونو او د هرات-مزار شریف د رېل پټلۍ پر موضوع خبرې شوې دي.

 

عبدالرحمن قانت ویلي، افغانستان د کانونو، نفتو او ګازو پراخې زېرمې لري او د کانونو او پټرولیم وزارت غواړي کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړي. هغه له ایراني پانګوالو غوښتي چې د افغانستان د کانونو، نفتو او ګازو په برخو کې پانګونه وکړي.

 

قانت همداراز ویلي، هغه هوکړې باید عملي شي چې ایران ته د طالبانو د حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سفر پر مهال د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شوې وې. د هغه په وینا، د دغو هوکړو عملي کېدل کولای شي اقتصادي همکارۍ پراخې او په راتلونکو پروژو کې د ځنډ مخه ونیسي.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال حمید قنبري ویلي، تهران غواړي له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو او د کانونو د استخراج په ګډون په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې کړي.

 

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپرو شویو معلوماتو کې د هرات–مزار شریف د رېل پټلۍ د لګښت، تمویل او د کار د پیلېدو د نېټې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.