له جوړېدو یې څه باندې شل کاله تېر شوي، خو د عتیق رحیمي «خاورې او ایرې» چې ګورې، داسې احساس کوې لکه د ننني افغانستان د یوه کور، یوې کورنۍ او یوه نسل کیسه چې ستا مخې ته روانه وي.
جګړه، بمباري، مرګ، کډوالي، د کورنیو بېلتون او د هغو خلکو خاموش درد چې ژوند یې په یوه شېبه بدل شوی وي، د دې فلم اصلي رنګ جوړوي. همدا وجه ده چې موږ نن دا فلم یو ځل بیا خپلو لوستونکو ته ورپېژنو.
دا کتنه زموږ یوې لوستونکې وږمې عمر د امریکا د کلیفورنیا ایالت څخه رالېږلې ده. «خاورې او ایرې» د افغان لیکوال او فلم جوړوونکي عتیق رحیمي فلم دی، چې د هغه د خپل ناول پر بنسټ جوړ شوی دی.
د فلم کیسه ساده ده، خو درد یې ډېر ژور دی.
دستګیر په نوم یو بوډا له خپل کوچني لمسي یاسین سره د افغانستان پر وچو او دوړنو لارو یوه لېرې د سکرو کان ته روان دی. هلته یې زوی مراد کار کوي. دستګیر غواړي خپل زوی ته داسې خبر ورسوي چې د ویلو توان یې هم نه لري: د بمبارۍ په یوه پېښه کي د دوی د کورنۍ نور کسان وژل شوي دي.
کوچنی یاسین هم له دې پېښې روغ نه دی وتلی. د چاودنې له امله یې د اورېدو توان زیانمن شوی دی. هغه د خپل شاوخوا نړۍ غږونه نه اوري، خو لیدونکی د هغه په خاموشۍ کي د جګړې شور احساسوي.
د فلم قوت همدلته دی. دلته لویې ویناوې نشته، د جګړې اوږدې صحنې نشته او نه هم کیسه په زور پر لیدونکي تحمیل کېږي. یوه لاره ده، یو بوډا دی، یو ماشوم دی او یو داسې خبر دی چې یوه کورنۍ یې د تل لپاره بدله کړې ده.
«خاورې او ایرې» یوازې د یوه پلار او زوی کیسه نه ده. دا د افغانستان د هغو زرګونو کورنیو د درد استازیتوب کوي چې جګړو ترې خپلوان اخیستي، کورونه یې وران کړي او ماشومان یې له داسې خاطرو سره لوی کړي چې هېرول یې اسانه نه دي.
فلم په ۲۰۰۴ کال کي د کان د فلمونو د نړیوالې مېلې د ،یو این سرټن ریګارډز، برخې ته وړاندې شو او هلته یې ځانګړې جایزه هم ترلاسه کړه.
له شلو کلونو وروسته د دې فلم بیا کتل ځکه مهم دي چې د افغانستان د جګړو ډېرې پوښتنې لا هم د خلکو په ژوند کي پاتې دي. حکومتونه بدل شوي، کلونه تېر شوي، خو د جګړې له امله د ورکو شویو انسانانو، بېځایه شویو کورنیو او د ماشومانو د ماتې شوې نړۍ کیسې لا پای ته نه دي رسېدلې.
ښايي همدا د «خاورې او ایرې» تر ټولو لوی قوت وي: فلم د یوې زمانې کیسه کوي، خو درد یې په یوې زمانې پورې محدود نه پاتې کېږي.
شال نیوز غواړي د افغان او پښتو سینما په اړه د خپلو لوستونکو لیکنې هم خپرې کړي. که تاسو کوم افغان یا پښتو فلم لیدلی وي، خپله کتنه، یادونه او یا د فلم په اړه خپل نظر موږ ته راولېږئ.
ستاسو په نظر، کوم افغان یا پښتو فلم باید بل ځل خپلو لوستونکو ته ور وپېژنو ؟
[د فلم کتنه : وږمه عمر، کلیفورنیا، امریکا]


شال نیوز