کوهاټ (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر محمد سهیل اپریدی ویلي، د عمران خان د لیدنې، درملنې او د هغه د قانوني حقونو لپاره یې له ټولو جمهوري او قانوني لارو د حل هڅه کړې، خو په وینا یې، اوس د «سولېز احتجاج» پرته بله لار نه ده پاتې.

 

سهیل اپریدي ،د اکتوبر په ۶مه، د لانګ مارچ د ګډونوالو ته د خطاب پر مهال، چې د لانګ مارچ په درېیمه ورځ له کوهاټه د وتلو پر مهال یې د پوهنتون څلورلارې کې وکړ، د کوهاټ د خلکو له هرکلي او ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل چې د پښتونخوا ځوانان له هېچا نه وېرېږي.

 

نوموړي وویل، د لانګ مارچ د غوښتنو مسوده یې پر ټولنیزو رسنیو خپره کړې او که په کې یو ټکی هم غیرقانوني یا له اساسي قانون سره په ټکر کې ثابت شي، نو لانګ مارچ به لغوه کړي.

 

هغه دعوه وکړه چې د اعلا وزیر له کېدو وروسته یې د عمران خان سره د لیدنې لپاره «هره دروازه» ټکولې او له حکومتي او عدلي ادارو یې غوښتنې کړې دي، خو په وینا یې نتیجه یې نه ده ورکړې.

 

د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر وویل چې د صوبايي اسمبلۍ له خوا د عمران خان سره د لیدنې په ملاتړ پرېکړه هم شوې او د پاکستان له چیف جسټس څخه یې هم غوښتنه کړې وه، خو د نوموړي په وینا، تر اوسه له عمران خان سره د لیدنې اجازه نه ده ورکړل شوې.

 

هغه زیاته کړه چې د سپریم کورټ درې ججانو د عمران خان د درملنې لپاره د شفا انټرنېشنل روغتون سپارښتنه کړې وه، خو د نوموړي په وینا، پر دې پرېکړه هم عمل نه دی شوی.

 

ښاغلي اپریدي وویل، که له عدالتونو څخه د انصاف تمه وي خو انصاف ترلاسه نه شي، نو اساسي قانون د سوله‌ ییز احتجاج اجازه ورکوي. هغه ټینګار وکړ چې د دوي احتجاج به بې وسلې او سوله‌ ییز وي.

 

د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر خبرداری ورکړ چې که عدالتونه انصاف ونه کړي، نو ولس به سړکونو ته ووځي. هغه وویل: «محکمې، اسمبلۍ او ادارې د ولس د مالیې په پیسو چلېږي، نو واک هم باید د ولس وي.»

 

ښاغلي اپریدی د امنیتي وضعیت په اړه وویل چې په تېرو ۲۲ کلونو کې پر خېبر پښتونخوا عملیات او ډرون بریدونه شوي، خو په وینا یې، تر اوسه ترهګري نه ده ختمه شوې.

 

هغه دعوه وکړه چې د صوبايي حکومت د امنیتي تګلارې له لارې په ۱۰۰ ورځو کې په سیمه کې سوله راوستل کېدای شي. نوموړي وویل چې د خېبر پښتونخوا خلکو د پاکستان لپاره له ۸۰ زرو څخه زیاتې قربانۍ ورکړې دي.

 

اعلا وزیر د پنجاب د اعلا وزیرې پر یو بیان هم نیوکه وکړه چې ګواکې د هند پر ځای یې د پاکستان له نورو درېیو صوبو څخه د خطر خبره کړې وه.

 

د لانګ مارچ د راتلونکي پلان په اړه نوموړي وویل، پلان دا و چې لومړی پېښور ته ولاړ شي، خو اوس به لومړی خیبر ته ځي او وروسته به پېښور ته حرکت کوي.

 

هغه وویل، کله چې اسلام‌ اباد ته د تګ پرېکړه وکړي، نو «هیڅوک به یې مخه ونه شي نیولی». هغه ټینګار وکړ چې د دوي هدف عمران خان له زندانه را ایستل او بیا د پاکستان وزیر اعظم کول دي.

 

د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر په پای کې د عمران خان د روغتیا په اړه د خپرو شویو وروستیو معلوماتو اندېښنه څرګنده کړه او دعوه یې وکړه چې د هغه له روغتیا سره «لوبې» کېږي.

 

هغه خبرداری ورکړ چې که عمران خان ته هر ډول زیان ورسېږي، د نوموړي په وینا، د زندان اداره، وزیر اعظم او نور اړوند چارواکي به یې «مستقیم مسؤل» وي.