اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف له تحریک انصاف غوښتي چې د اسلام‌اباد پر لور روان اوږد لاریون او د پرلت پلان ختم کړي او له حکومت سره د سیاسي اختلافونو د حل لپاره بېرته خبرو ته کښېني.

 

شهباز شریف د اکتوبر پر شپږمه په اسلام‌اباد کې د کشمیر چوک انډرپاس د کار د پیل په غونډه کې وویل، حکومت له تحریک انصاف سره خبرو ته تیار دی، خو د ده په وینا لومړی باید روان لاریون او د پرلت سیاست پای ته ورسېږي.

 

هغه وویل، اوږده لاریونونه، سړکونو بندېدل او پرلتونه د هېواد اقتصادي فعالیتونه اغېزمنولی شي او صادرات، واردات او صنعتي تولید ته زیان رسولی شي.

 

شهباز شریف وویل، حکومتي ائتلاف له تحریک انصاف سره د خبرو پرېکړه کړې وه او د دواړو خواوو استازو د قومي اسمبلۍ د سپیکر ایاز صادق په دفتر کې خبرې هم کړې، خو کومې موافقې ته ونه رسېدل.

 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مملکت طلال چوهدري بیا ویلي چې د خبرو پر مهال د امنیت او وسله والو پر ضد د اقداماتو په اړه پرمختګ شوی و، خو په وروستي پړاو کې اختلافونه پیدا شول. هغه د خبرو د ناکامېدو پړه پر تحریک انصاف او د خېبر پښتونخوا پر صوبايي حکومت اچولې ده.

 

تحریک انصاف د حکومت دا دریځ نه مني. د ګوند د مرکچي پلاوي غړي سلمان اکرم راجا ویلي، د وسله والو پر ضد هر ډول تګلاره باید د وفاقي او صوبايي حکومتونو په موافقه او د اړوندو خواوو په سلا جوړه شي.

 

تحریک انصاف له عمران خان سره د خپلو مشرانو د ملاقات غوښتنه هم کړې وه. د حکومت او اپوزېشن د خبرو وروستی پړاو له موافقې پرته پای ته رسېدلی و.

 

له دې وروسته تحریک انصاف د خېبر پښتونخوا د اعلا وزیر سهېل اپریدي په مشرۍ خپل اوږد لاریون پیل کړ. د ګوند اساسي غوښتنه د تحریک انصاف د بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان خوشې کول دي.

 

شهباز شریف ویلي، که تحریک انصاف اوږد لاریون او پرلت ختم کړي، حکومت به ورسره بیا خبرو ته کښېني او د سیاسي اختلافونو د حل هڅه به وکړي.