نوښار (شال نیوز) : په نوښار کې د خېبر پښتونخوا د صوبايي حکومت او د پي ټي آی د روان لانګ مارچ پر ضد یو شمېر خلکو او سوداګرو احتجاج کړی او په شوبره چوک کې یې سړک د ټرافیکو پر مخ تړلی دی. د احتجاج خبر ځايي رسنیو هم خپور کړی دی.

 

احتجاج کوونکو ویلي، صوبايي حکومت دې خلک په سیاسي احتجاجونو او لانګ مارچونو کې د بوختولو پر ځای د هغوی د ورځنیو ستونزو حل ته پام وکړي.

 

دوی وویل، د روانو سیاسي فعالیتونو او لارو د بندېدو له امله عام خلک او سوداګر له ستونزو سره مخ دي او کاروباري چارې اغېزمنېږي. مظاهره چیانو له حکومت څخه وغوښتل چې د خلکو د سر، مال او کاروبار ساتنه یقیني کړي او له هغو ګامونو ډډه وکړي چې د خلکو ورځنی ژوند او کاروبار زیانمنوي.

 

دا احتجاج داسې مهال شوی چې د اعلا وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ د پي ټي آی لانګ مارچ روان دی. رویټرز راپور ورکړی چې مارچ له خېبر پښتونخوا څخه د اسلام‌اباد پر لور پیل شوی او د عمران خان خوشې کول یې له مهمو غوښتنو څخه دي.

 

په پېښور کې هم سوداګرو د لانګ مارچ پر ضد احتجاج کړی او ویلي یې دي چې د لارو بندېدل او روان سیاسي کړکېچ یې کاروبار اغېزمنوي.