نوښار (شال نیوز) : د نوښار د امانګړ سیمې ۱۷ کلنه تمنا جاوېد، چې د اګست پر ۱۲مه له کوره ورکه شوې وه، لا هم نه ده موندل شوې. پولیس وايي، د هغې د موندلو لپاره پلټنې روانې دي او په قضیه کي مخکې نومول شوی واجد عباسي د پلټنو پر مهال له دې پېښې سره بې‌تړاوه ثابت شوی دی.

 

د پولیسو په وینا، د تمنا پلار جاوېد اقبال، چې رکشه چلوي، د خپلې لور تر ورکېدو وروسته په اضاخېل تاڼه کي د پاکستان د جزا قانون د ۳۶۵ بي مادې له مخې مقدمه درج کړې وه او د اېبټ‌اباد اوسېدونکی واجد عباسي یې په قضیه کي نومولی و.

 

قضیې هغه مهال پراخ پام ځان ته واړاوه چې جاوېد اقبال پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره کړه. هغه په ژړغوني حالت کي ویلي وو چې کم عمره لور یې تښتول شوې، دی غریب رکشه چلوونکی دی او له پولیسو او اړوندو ادارو یې د لور د موندلو او د انصاف غوښتنه کړې وه.

 

د دې ویډیو له خپرېدو وروسته نوښار پولیسو د قضیې د پلټنې لپاره ځانګړې ګډه پلټنیزه ډله جوړه کړه. د پولیسو په وینا، د پلټنو پر مهال معلومه شوه چې واجد عباسي د تمنا د ورکېدو پر ورځ له سعودي عرب څخه تر شړل کېدو وروسته اسلام‌اباد ته رسېدلی و.

 

پولیس وايي، نوموړی تر دې وړاندې د ویزې اړوند یوې قضیې له امله شاوخوا دوه میاشتې په سعودي عرب کي بندي و. د پولیسو د ګډې پلټنیزې ډلې د معلوماتو له مخې، داسې شواهد نه دي موندل شوي چې واجد عباسي دې تمنا جاوېد پېژندله، ورسره دې اړیکه لرله یا دې د هغې له ورکېدو سره تړاو درلود.

 

د نوښار د پلټنو څانګې مشر اېس پي احسان شاه ویلي، د تمنا پلار وروسته له واجد عباسي سره لیکلی روغه جوړه وکړه او عدالت ته یې هم د هغه په حق کي بیان ورکړ. تر دې وروسته د نوښار اېډیشنل ډسټرکټ اېنډ سېشن جج د عباسي له نیول کېدو مخکې ضمانت تایید کړ.

 

پولیس وايي، د تمنا جاوېد د موندلو هڅې لا هم روانې دي. د هغې عکس د خېبر پښتونخوا او پنجاب له سرکاري روغتونونو، دارالامانونو او خیریه مرکزونو سره شریک شوی او له دغو ادارو د معلوماتو په راټولولو کي مرسته غوښتل شوې ده.

 

نوښار پولیسو د تمنا د عکس په ګډون د ورکې شوې نجلۍ د لټون اعلان هم خپور کړی دی. په اعلان کي ویل شوي چې د هغې په اړه معلومات ورکوونکي ته به نغدي انعام ورکول کېږي او نوم به یې پټ ساتل کېږي.

 

پولیسو له خلکو غوښتي چې که د تمنا جاوېد د اوسېدو د ځای یا د هغې د حال په اړه کوم کره معلومات لري، له اضاخېل پولیسو سره دې شریک کړي.