پېښور (شال نیوز) : په خېبر پښتونخوا کې د پېښور، کوهاټ، مردان، سوات، ملاکنډ او ایبټاباد تعلیمي بورډونو د مېټرک دویم کلني امتحان هغه پرچې ځنډولې دي چې د اکتوبر له ۷مې تر ۱۰مې ټاکل شوې وې.
د پېښور تعلیمي بورډ د اکتوبر پر پنځمه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د اکتوبر له ۷مې تر ۱۰مې پرچې به پر ټاکلو نېټو نه اخیستل کېږي. له دې وروسته نورې پرچې به د مخکېني نېټهلیک له مخې اخیستل کېږي او د ځنډول شوو څلورو پرچو نوې نېټې به وروسته اعلان شي.
د کوهاټ تعلیمي بورډ بیا د ځنډول شوو پرچو نوې نېټې هم اعلان کړې دي. د بورډ له مخې، د اکتوبر د ۷مې پرچه به د اکتوبر پر ۲۸مه، د ۸مې پرچه پر ۲۹مه، د ۹مې پرچه پر ۳۰مه او د اکتوبر د ۱۰مې پرچه به پر ۳۱مه اخیستل کېږي.
د سوات تعلیمي بورډ ویلي، د اکتوبر له ۱۲مې به نور امتحانونه د مخکېني نېټهلیک له مخې روان وي، خو د لومړیو څلورو ځنډول شوو پرچو نوې نېټې به وروسته په جلا توګه اعلان شي. د مردان، ملاکنډ او ایبټاباد تعلیمي بورډونو هم د اکتوبر له ۷مې تر ۱۰مې ټاکل شوې پرچې ځنډولې دي.
د پېښور بورډ په رسمي خبرپاڼه کې د امتحانونو د ځنډولو ځانګړی لامل نه دی ښودل شوی، خو ویل شوي چې دا پرېکړه د بنو تعلیمي بورډ د اکتوبر د درېیمې د اعلان په تعقیب شوې ده.
تعلیمي بورډونو له زده کوونکو غوښتي چې د ځنډول شوو پرچو د نوو نېټو په اړه د خپلو اړوندو بورډونو رسمي اعلانونه تعقیب کړي.


شال نیوز