خرګ / خلیج : د ایران نیمه سرکاري تسنیم خبري ادارې ویلي دي، چې امریکايي ځواکونو د ایران د تېلو د صادراتو تر ټولو مهم مرکز، خرګ ټاپو ته نږدې یو ایراني تېل وړونکی ټانکر په څلورو توغندیو ویشتلی دی.

 

تسنیم د خپل خبریال او ځايي سرچینو له قوله وايي، چې ټانکر ،د سپتمبر په ۵مه، د خرګ ټاپو د لنگر اچونې په سیمه کې په نښه شوی دی. د راپور له مخې، په برید کې مرګ‌ ژوبله نه ده شوې او د ټانکر د عملې د ایستلو کار روان دی.

 

تر اوسه د ایران حکومت د پېښې په اړه رسمي تفصیلي بیان نه دی خپور کړی او د امریکا مرکزي پوځي کمانډ هم سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.

 

رویټرز وايي، چې خرګ ټاپو د ایران د خامو تېلو د صادراتو تر ټولو مهم مرکز دی او له روانې جګړې وړاندې ایران شاوخوا ۹۰ فیصده خپل خام تېل له همدې ټاپو صادرول.

 

ایران کې د واده پر کور مرګونی برید؛ رویټرز وايي شواهد ښيي کور په امریکايي بم لګېدلی و
ایران کې د واده پر کور مرګونی برید؛ رویټرز وايي شواهد ښيي کور په امریکايي بم لګېدلی و
ایران وايي په کویت او اماراتو کې یې د امریکا پوځي اډې په توغندیو او ډرونونو ویشتلي
ایران وايي په کویت او اماراتو کې یې د امریکا پوځي اډې په توغندیو او ډرونونو ویشتلي

 

ایران د اوپېک د تېلو له مهمو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی، خو په وروستیو میاشتو کې د امریکا د سمندري بندیزونو او په خلیج کې د جګړې له امله د ایران د تېلو صادرات سخت اغېزمن شوي دي.

 

د خرګ ټاپو شاوخوا هر نوی پوځي برید د نړیوال تېلو بازار لپاره مهم بلل کېږي، ځکه د ایران د صادراتو د نور کمېدو وېره د تېلو پر نړیوالو بیو اغېز کولی شي.

 

دا پرمختګ په داسې وخت کې شوی دی چې په خلیج او هرمز تنګي کې پوځي کړکېچ بیا زیات شوی او د تېلو د لېږد تګ راتګ هم له عادي کچې ښکته شوی دی.