واشنګټن / کوهستک : د امریکا نائب ولسمشر جيډي وانس ویلي، واشنګټن د ایران په جنوبي هرمزګان ولایت کي د واده پر یوې غونډې د مرګوني برید په اړه پلټنه کوي؛ رویټرز وايي، د ویډیوګانو، عکسونو او د وسلو د څلورو متخصصینو د ارزونې له مخې شواهد ښيي چې د واده کور په امریکايي بم لګېدلی و.
دغه برید د سپټمبر پر لومړۍ شپه د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ په کوهستک سیمه کي شوی و. د سیمې لسګونه اوسېدونکي په یوه کور کي د واده د مراسمو لپاره راټول شوي وو چې چاودنې ودانۍ ویجاړه کړه.
ایراني چارواکو په لومړیو کي ویلي وو چې څلور کسان وژل شوي او نږدې ۷۰ نور ژوبل دي. وروسته د ایران دولتي ټلوېزیون وویل، یوې ۲۲ کلنې ژوبلې ښځې په روغتون کي ساه ورکړه او د وژل شویو شمېر پنځو ته ورسېد.
رویټرز وايي، د برید له ځایه ترلاسه شوې ویډیوګانې او عکسونه یې تایید کړي او د وسلو څلورو متخصصینو ته یې ورکړي دي. د هغوی په وینا، د کور د چت او دننه برخې زیانونه دا ښيي چې بم پر همدې کور لګېدلی و، نه دا چې پر بل ځای تر لګېدو وروسته یې ټوټې کور ته رسېدلې وي.
د دغو متخصصینو له ډلې درېیو ویلي، موجود شواهد د دې احتمال پیاوړی کوي چې استعمال شوې وسله امریکايي وه، نه د ایران د هوايي دفاع کومه خطا شوې توغندۍ. یوه متخصص ویلي، د چاودنې نښې داسې ښکاري چې بم د کور پر چت یا د چت ډېر نږدې چاودېدلی دی.
رویټرز وايي، د برید له ځایه په ایراني رسنیو کي د وسلې د پاتې شونو عکسونه هم خپاره شوي دي. یوه متخصص د دغو پاتې شونو ځینې برخې د هغه ډول امریکايي بم سره ورته بللې چې د امریکا پوځ یې کاروي، خو رویټرز نه دی توانېدلی په خپلواکه توګه تایید کړي چې دغه پاتې شوني حتماً د همدې کور له برید سره تړاو لري.
د امریکا دوو چارواکو رویټرز ته ویلي، امریکايي ځواکونو د سپټمبر پر لومړۍ د کوهستک په سیمه کي بریدونه کړي وو او د ښار یو مخابراتي ټاور یې په نښه کړی و.
د سپوږمکۍ د عکسونو له مخې، دغه ټاور د واده له کور څخه شاوخوا ۱۳۵ متره لیرې دی. امریکايي چارواکي وايي، اوس بېلابېل احتمالونه څېړي، چې ایا د واده مرګژوبله د امریکايي برید، د کوم بم د هدف خطا کېدو او که د ایران د هوايي دفاع د توغندي له امله رامنځته شوې ده.
خو د رویټرز لپاره د عکسونو او ویډیوګانو ارزونکو متخصصینو ویلي، د کور د ویجاړېدو بڼه له دې خبرې سره نه برابریږي چې د مخابراتي ټاور له برید څخه دې د بم ټوټې کور ته رسېدلې وي. هغوی دا احتمال هم کم بللی چې د ایران د هوايي دفاع توغندۍ دې دغه کور ویجاړ کړی وي.
د امریکا نائب ولسمشر جيډي وانس د سپینې ماڼۍ په خبري غونډه کي ویلي، امریکا پېښه څېړي ځکه غواړي په کره توګه معلومه کړي چې څه شوي دي.
وانس ویلي، که امریکايي پوځ تېروتنه کړې وي، امریکا به یې وڅېړي او له هغې به زده کړه وکړي. د امریکا پوځ هم ویلي چې د ملکي مرګژوبلې له راپورونو خبر دی او موضوع څېړي، خو ټینګار یې کړی چې امریکايي ځواکونه په قصدي توګه ملکي خلک نه په نښه کوي.
د بشري حقونو دوو سیمهییزو ډلو د لومړیو څلورو وژل شویو کسانو نومونه هم خپاره کړي وو. د هغوی په وینا، درې کسان د واده مېلمانه وو، چې په هغوی کي څلور کلن امیر محمد کریمي هم شامل و. یو ۱۶ کلن هلک بیا د مخابراتي ټاور سره نږدې پر موټرسایکل روان و چې وژل شوی دی.
د سپټمبر پر درېیمه په سیریک کي د وژل شویو کسانو جنازې وشوې. د رویټرز د راپور له مخې، ګڼ خلک د څلور کلن امیر محمد کریمي د جنازې لپاره راټول شوي وو او سیمه د پېښې له امله لا هم د غم او ویر په حالت کي وه.
امریکايي ځواکونو د سپټمبر پر لومړۍ د ایران په جنوب کي پراخ هوايي بریدونه کړي وو. د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي وو، په دغو بریدونو کي یې د ایران د سپاه پاسداران د هوايي دفاع ځایونه، رادارونه او مخابراتي تاسیسات په نښه کړي وو.
تر اوسه امریکا په رسمي توګه نه ده ویلي چې د کوهستک د واده کور د امریکايي ځواکونو له خوا ویشتل شوی و. د امریکا پلټنه روانه ده، خو د رویټرز تخنیکي ارزونه وايي، موجود شواهد دا احتمال پیاوړی کوي چې کور په امریکايي بم لګېدلی و.


شال نیوز