تهران / کویت / ابوظبي : د ایران پوځ وايي، چې د «صاعقه» عملیاتو په ۳۱مه مرحله کې یې د کویت په احمد الجابر هوايي اډه او د متحده عربي اماراتو په المنهاد پوځي اډه کې د امریکا اړوند هدفونه په توغندیو او بریدګرو ډرونونو ویشتلي دي.

 

د ایران د پوځ د عامه اړیکو ادارې ،د سپتمبر په ۳مه، په یو بیان کې ویلي دي، چې په احمد الجابر اډه کې یې د سپوږمکۍ د اړیکو سیستمونه، د پوځي تجهیزاتو ګودامونه او د جنګي الوتکو هنګرونه هدف کړي دي. ایراني پوځ وايي، چې بریدونو د اړیکو ځینو سیستمونو او د جنګي الوتکو هنګرونو ته زیان رسولی دی، خو د دغو زیانونو اندازه تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تایید شوې.

 

د ایران پوځ دا هم ویلي دي چې په متحده عربي اماراتو کې یې د المنهاد په پوځي اډه کې د امریکايي ځواکونو د استوګنې ځایونه او راداري سیستمونه په توغندیو او ډرونونو هدف کړي دي.

 

د ایران په وینا، احمد الجابر اډه په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د هوايي عملیاتو، څارنې او پوځي اکمالاتو مهم مرکز دی، او المنهاد اډه هم د بهرنیو ځواکونو د هوايي لېږد او ملاتړ لپاره کارول کېږي.

 

د کویت پوځ ،د سپتمبر په ۳مه، تایید کړې ده چې د دغه هېواد هوايي دفاع د ایران له لوري د توغندیو او ډرونونو د برید مقابله کړې ده. کویت دغه برید د خپل امنیت پر ضد مستقیم ګواښ بللی دی.

 

سپاه پاسداران وايي په اربیل کې یې پر امریکايي پوځي اډو توغندیز او ډرون برید کړی
سپاه پاسداران وايي په اربیل کې یې پر امریکايي پوځي اډو توغندیز او ډرون برید کړی
پر ایران د امریکا په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي؛ تهران کویت، بحرین او اردن ته خبرداری ورکړ
پر ایران د امریکا په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي؛ تهران کویت، بحرین او اردن ته خبرداری ورکړ

 

اسوشیټېډ پرېس وايي، چې کویت ویلي د ایران توغندي او ډرونونه یې د هوايي دفاع له لارې مقابله کړي، خو د احمد الجابر اډې دننه د ایران له خوا د اعلان شویو مشخصو زیانونو بشپړ خپلواک تایید لا نه دی شوی. د متحده عربي اماراتو له خوا هم تر دې دمه د المنهاد اډې دننه د ایران د اعلان شویو زیانونو په اړه واضح رسمي تفصیل نه دی خپور شوی.

 

د ایران پوځ ویلي دي، چې دا بریدونه د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې شوي او خبرداری یې ورکړی دی چې د امریکا د نورو بریدونو په صورت کې به ځوابونه دوام وکړي.

 

دا تازه بریدونه په داسې وخت کې شوي دي چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه یو ځل بیا پراخه شوې او په وروستیو ورځو کې د خلیج په یو شمېر هېوادونو کې د امریکايي پوځي تاسیساتو پر ضد د ایران د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.