انقره : د ترکیې د کډوالۍ د ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶م کال له جنورۍ تر اګست پورې ۲۵ زره او ۳۱۴ افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیول شوي دي.
د خپرو شوو شمېرو له مخې، په همدې موده کي د بېلابېلو هېوادونو نږدې ۹۵ زره هغه کسان نیول شوي چې په ترکیه کي یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل. افغانان د ټولو نیول شوو کسانو شاوخوا ۲۷ فیصده جوړوي او په دې فهرست کي تر ټولو لویه ډله بلل شوې ده.
د افغانانو وروسته د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان او ایران وګړي د نیول شوو کسانو په فهرست کي راځي. ترکي چارواکي وايي، د بې اسناده کډوالو د موندلو عملیات په لویو ښارونو، د کډوالۍ پر مهمو لارو او سرحدي سیمو کي روان دي.
چارواکي وايي، د ناقانونه کډوالۍ او د انسانانو د قاچاق پر ضد اقدامات به دوام کوي او هغه کسان چې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري، نیول کېږي او د کډوالو د ساتنې مرکزونو ته لېږدول کېږي. خو د نیول شوو ټولو افغانانو برخلیک روښانه نه دی او د نیولو شمېره د هغو کسانو له شمېر سره برابره نه ده چې له ترکیې ایستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶م کال په لومړیو میاشتو کي زرګونه افغانان له ترکیې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. ترکیه په وروستیو کلونو کي د افغان کډوالو لپاره هم د منزل او هم اروپا ته د تګ یوه مهمه لاره پاتې شوې ده.
ډېری افغانان له ایران څخه ترکیې ته اوړي او بیا هڅه کوي د بلغاریا یا یونان له لارې اروپايي هېوادونو ته ورسېږي. د کډوالۍ د کنټرول د سختېدو له امله د افغانانو لپاره دغه لاره نوره هم سخته شوې او بې اسناده کسان د نیول کېدو، توقیف او له ترکیې د ایستل کېدو له خطر سره مخ دي.


شال نیوز