جرمني غواړي افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو لړۍ چټکه کړي، او د دې کار لپاره یې اوس د طالبانو مرستې ته مخه کړې ده. دا په خپله یو لوي بدلون دی. هغه افغانان چې ډېر یې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه وتلي وو، اوس د هماغو طالبانو په مرسته بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ،د اګست په ۳۱مه، وویل چې حکومت غواړي افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو شمېر زیات کړي او د دې کار د پر مخ بیولو لپاره د طالبانو مرسته ورته اړینه ده. د وزارت ویاند سباستیان ګیزه په برلین کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې په جرمني کې شاوخوا ۴۵۰ زره افغانان ژوند کوي.
هغه دا ونه ویل چې حکومت غواړي له دې شمېر څخه څو کسان وباسي، خو دومره یې څرګنده کړه چې افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو زیاتول د حکومت له مهمو موخو څخه دي.
ګیزه وویل:
«د وفاقي حکومت څرګنده موخه دا ده چې افغانستان ته د بېرته لېږلو شمېر زیات شي. موږ پر همدې کار کوو.»
همدا اړتیا ده چې جرمني یې له طالبانو سره اړیکو ته اړ کړی دی. خو دلته یوه مهمه پوښتنه راولاړېږي.
جرمني لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني. په کابل کې یې خپل سفارت نه دی بېرته پرانیستی او د طالبانو پر هغو تګلارو سختې نیوکې کوي چې ښځې او نجونې یې له تعلیم، کار او د عام ژوند له ډېرو برخو محرومې کړې دي.
خو په همدې وخت کې د طالبانو استازو ته اجازه ورکوي چې جرمني ته ولاړ شي او د افغانانو د بېرته لېږلو په چارو کي مرسته وکړي. یعنې جرمني هغه حکومت په رسمیت نه پېژني چې پر افغانستان واک لري، خو د افغانانو د بېرته ستنولو لپاره بیا د هماغه حکومت مرستې ته اړتیا لري.
دا هغه افغانان دي چې ځینې یې له همدې طالبانو او د هغوي له واکمنۍ تښتېدلي وو.
نو پوښتنه دا ده: که طالبان دومره د منلو وړ نه دي چې حکومت یې په رسمیت نه پېژندل کېږي، نو بیا د افغانانو د بېرته لېږلو لپاره د همدې حکومت مرسته څنګه منل کېږي؟
تېر کال، کله چې په بن کې د افغانستان ډیپلوماټیکې استازولۍ ته د طالبانو استازو د کار اجازه وموندله، قونسلګرۍ د کار زده کړې لپاره اعلان هم خپور کړ. په اعلان کې ویل شوي وو چې غوښتونکي کولی شي د افغانستان په جنرال قونسلګرۍ کې د یو ډیپلوماټیک دفتر په چاپېریال کې عملي او مسلکي تجربه واخلي.
په زړه پورې خبره دا وه چې په اعلان کې دا نه وو ویل شوي چې ښځې غوښتنلیک نه شي ورکولی. جرمني هڅه کوي له طالبانو سره خپلې اړیکې یوازې د کاري او اړینو اړیکو په توګه وښيي او ټینګار کوي چې دا د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو معنا نه لري.
خو دا توپیر ورځ تر بلې کمزوری کېږي.
کله چې د طالبانو استازي د افغانستان په ډیپلوماټیک دفتر کې ناست وي، د قونسلګرۍ کارونه پر مخ وړي، سفري اسناد برابروي او د جرمني له حکومت سره د افغانانو د بېرته لېږلو په چارو کې مرسته کوي، نو یوازې د اړیکو نوم بدلول حقیقت نه بدلوي.
جرمني دا هم وايي چې افغانستان ته تر ډېره هغه افغانان بېرته لېږي چې په جرمي قضیو کې محکوم شوي وي. خو اوس دا خبره هم په بشپړه توګه سمه نه ده.
په وروستیو بېرته لېږل شویو افغانانو کې لږ تر لږه یو داسې کس هم و چې جرمي مخینه یې نه لرله. دا لومړی داسې کس و، خو د جرمني د اوسني دریځ له مخې ښيي وروستی نه وي.
جرمني تر اوسه لومړنی لوېدیځ هېواد ښکاري چې په ښکاره یې د افغانانو د بېرته لېږلو لپاره د طالبانو مرسته غوښتې ده، خو ډېر امکان شته چې وروستی به نه وي. طالبان اوس پر افغانستان واک لري. هر هېواد چې غواړي افغانان کابل ته په الوتکو کې بېرته ولېږي، د کابل له واکمنو سره یې اړیکه او سلا ورته اړینه ده.
جرمني، یا بل کوم هېواد، نه شي کولی یوه الوتکه له بېرته لېږل شویو افغانانو ډکه کابل ته ورسوي، خلک ترې ښکته کړي او له هلته له واکمنو سره له خبرو پرته بېرته لاړ شي. همدا لامل دی چې د جرمني اوسنی چلند ښيي د نورو لوېدیځو هېوادونو لپاره هم یوه نوې لار پرانیزي.
په اروپا او د لوېدیځ په نورو برخو کې د کډوالۍ پر ضد سیاسي فشار زیات شوی دی. افغانان هم له دې فشار څخه جلا نه دي. متحده ایالات بیا په ځینو مواردو کې له خپل هېواده ایستل شوي کسان نېغ په نېغه افغانستان ته نه لېږي، بلکې درېیمو هېوادونو ته یې استوي. په دغو هېوادونو کې د افریقا ځینې هېوادونه هم شامل دي.
دا هر څه د ۲۰۲۱م کال له هغه وخت سره ډېر توپیر لري چې طالبانو کابل ونیو او امریکا او ډېرو لوېدیځو هېوادونو افغانانو ته خپلې دروازې پرانیستې. هغه مهال زرګونه افغانان له کابل او نورو سیمو وایستل شول. داسې ښکارېده چې لږ تر لږه هغه کسان چې له امریکا، ناټو او نورو بهرنیو ادارو سره یې کار کړی و، په لوېدیځ کې به خوندي راتلونکی ولري.
خو هغه هرکلی یوازې له افغانانو سره د خواخوږۍ له امله نه و.
د هغه تر شا د شل کلن جنګ ناکامي، د کابل ناڅاپي سقوط او له افغانستانه د امریکا او ناټو ګډوډ او سپکوونکی وتل هم ولاړ وو. لوېدیځو هېوادونو هڅه وکړه لږ تر لږه هغه افغانان له ځان سره وباسي چې د شلو کلونو په اوږدو کې یې ورسره کار کړی و.
خو په افغانستان کې میلیونونه نور خلک هم وو چې په ۲۰۰۱م کال کې یې د ښه راتلونکي هیله لرله. د هغوي لپاره نه الوتکې وې او نه د وتلو اسانه لار. نن د همدې تګلارې پایلې په پاکستان، افغانستان او لوېدیځو هېوادونو کې ښکاري.
زرګونه افغانان لا هم په پاکستان کې بند پاتې دي. ځینې یې د هغو بهرنیو حکومتونو او ادارو په مرسته له افغانستانه وتلي وو چې ورته یې د خوندي ځای ژمنې کړې وې. خو اوس همدا خلک د دې له وېرې ژوند کوي چې بېرته افغانستان ته ونه لېږل شي.
زرګونه نور افغانان په لوېدیځو هېوادونو کې ژوند کوي، خو د هغوي راتلونکی هم اوس تر پخوا ډېر نامعلوم دی. هغه حکومتونه چې په ۲۰۲۱م کال کې یې افغانانو ته د راتګ لارې پرانیستې وې، اوس د هغوي د بېرته لېږلو لارې لټوي. او د دې کار لپاره له هماغو طالبانو سره مرسته او اړیکې غواړي چې د دغو افغانانو ډېر یې له واکمنۍ تښتېدلي وو.
کله چې طالبانو کابل ونیو، امریکا او ډېرو لوېدیځو هېوادونو افغانانو ته خپلې دروازې پرانیستې.
اوس یې ولې بېرته تړي؟
لوېدیځ ارزښتونه؟
قضاوت دې لوستونکی وکړي.


کیتي ګینن