هر څوک د کلیزو یادونه خوښوي، او رسنۍ تر ټولو ډېر.

له تېرو پنځو کلونو راهیسې افغانستان تر ډېره د نړیوالو رسنیو له پامه غورځېدلی و، خو اوس نږدې هره رسنۍ هڅه کوي د دې وران او ځپل شوي هېواد کیسه بیا راوسپړي او د هغو ۴۲ میلیونو افغانانو د ژوند یو انځور وړاندې کړي چې پنځه کاله وړاندې یوازې پرېښودل شول.

ولې؟
ځکه چې دا یوه کلیزه ده؛ د طالبانو د واکمنۍ پنځمه کلیزه.

هو، پنځه کاله تېر شول له هغې ورځې چې طالبانو امریکا او ناټو ته یوه سپکوونکې ماتې ورکړه او کابل ته بېرته واکمن راستانه شول؛ نږدې شل کاله وروسته له هغه چې د ۲۰۰۱م کال د امریکا په مشرۍ پوځي یرغل هغوي له واکه لیرې کړي وو.

 

طالبان په کابل کې د واکمنۍ ۵ کاله نمانځلو په مهال / ایسوشیټډ پریس
 


د رسنیو دا پام به ډېر دوام ونه کړي، خو بیا هم د دې کلیزې په اړه په خپرېدونکو کیسو او راپورونو کې ډېر څه د پام وړ دي. دا د حیرانتیا خبره نه ده، خو بیا هم جالبه ده چې ډېرې رسنۍ خپلې کلیزې کیسې داسې چوکاټ کوي: «د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله.»

حال دا چې لا کره بیان به دا وي: «پنځه کاله وروسته له هغې چې طالبانو امریکا او ناټو ته سپکوونکې ماتې ورکړه او نږدې شل کاله وروسته له شړل کېدو کابل ته بېرته واکمن شول.»

هر څه چې وي، لږ تر لږه افغانستان بیا یادېږي.

د کلیزې په راپورونو کې به، په حقه توګه، د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار د طالبانو سخت بندیزونه یادېږي؛ هغه بندیزونه چې د طالبانو د مشرتابه د تر ټولو ځواکمنو کسانو د اسلام له یوې افراطي او غیرمعمولي تعبیر څخه سرچینه اخلي، داسې تعبیر چې د نړۍ هېڅ بل مسلمان هېواد یې په همدې بڼه نه عملي کوي.

ځینې راپورونه ښيي د هغو بېلابېلو وسله‌ والو ډلو یادونه هم وکړي چې په افغانستان کې یې ځای موندلی یا پخوانی حضور یې ساتلی دی. ځینې به د بندیزونو او اقتصادي فشارونو اغېزې وڅېړي، ځینې نور به ښیي تر یوه حده متوازن نظر وړاندې کړي او وګوري چې په افغانستان کې کوم څه کار کوي او کوم نه.


کېدی شي ځینې راپورونه حتی دې ته هم اشاره وکړي چې د طالبانو له راتګ وروسته ډېر افغانان د امنیت له اړخه ځان تر پخوا خوندي احساسوي، که څه هم د دې امنیت په بدل کې یې د خپلو ازادیو درنه بیه پرې کړې ده. ځینې نور به ښيي د هغو زړورو افغانانو کار هم راوسپړي چې په ۲۰۲۱م کال کې د وتلو فرصت لرلو، خو بیا یې هم افغانستان پرېنښود او هلته پاتې شول.

خو ډېر کم احتمال شته چې دا راپورونه به د افغانستان د مدني ټولنې د جوړولو د شل کلنې تجربې ناکامي په ژوره توګه وڅېړي؛ هغه مدني ټولنه چې ګڼ شمېر غړي یې په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د ایستل شویو لسګونو زرو کسانو په منځ کې وو.

د دوي بېړي، وېرې او له هېواده وتلو طالبانو ته دا موقع ورکړه چې هغوي «د لوېدیځ ګوډاګیان» وبولي. دې ټاپې بیا هغو کسانو ته زیان ورساوه چې افغانستان کې پاتې شول او غوښتل یې، د واکمنانو له نوعیت پرته، د یوه ښه راتلونکي لپاره مبارزه وکړي.

 

افغانستان کې د طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته ښځې احتجاج کوي / امنېسټي انټرنېشنل


د طالبانو د بیا راتګ په لومړیو ورځو کې ښځې هغه څوک وې چې په خورا زړورتیا یې غږ پورته کړ. هغوي سړکونو ته راووتلې، د بدلون غوښتنه یې وکړه او احتجاجونه یې وکړل. خو هغوي منظم مشرتابه نه درلود. سره له دې، مقاومت یې دوام وکړ.

هغوي له ګواښونو او بریدونو سره سره بیا بیا سړکونو ته راووتلې؛ کله ناکله به له هېواده بهر د ځینو مشرانو لفظي ملاتړ ورسره و، خو عملي مرسته نه وه. ورو ورو د طالبانو فشار زیات شو، احتجاجونه وځپل شول او له لرې ملاتړ پرته دغه ښځینه غورځنګ کمزوری شو. ورسره د طالبانو فرمانونه هم تر بل هر وخت سخت شول.

هغه الوتنې چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له سقوط وروسته د افغانانو د ایستلو لپاره ترسره شوې، افغانستان یې د هېواد له ګڼو تر ټولو تعلیم‌ یافته کسانو، ډاکټرانو، روغتیايي کارکوونکو، استادانو او ځوانو استعدادونو بې برخې کړ.

یوازې امریکا له ۱۲۴ زرو څخه ډېر افغانان له هېواده وایستل، او لسګونه زره نور د نورو لارو ووتل. خو ۴۲ میلیونه افغانان پاتې شول، چې نږدې نیمایي یې ښځې او نجونې دي، او هغوي بیا له لرې د نړیوالې ټولنې پر مرستو او ملاتړ تکیه کولو ته پرېښودل شول.

 

د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط او د طالبانو د کابل نیولو نه پس د افغانستان خلک د امریکا په الوتکو کې د افغانستان نه د وتلو هڅه کوي


تر ټولو لوی او ویجاړوونکی ګوزار، بیا، د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان پرېښودل وو. هغو هېوادونو چې شل کاله یې افغانانو ته د روښانه راتلونکي ژمنې کولې او ویل یې چې افغانستان به یوازې نه پرېږدي، بالاخره له هېواده ووتل او دوحې ته یې شا کړه؛ یوه ارامه، خو ګرانه پناه‌ ځای ته، په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې د ماتو ژمنو اوږده لړۍ پرېښوده.

د ۲۰۲۱م کال د اپرېل پر ۱۵مه، د امریکا له ګډوډ وتلو څو میاشتې مخکې، د هغه وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له عبدالله عبدالله سره ولیدل، چې هغه مهال د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو ویاند په وینا، بلېنکن په هغه غونډه کې ژمنه کړې وه چې امریکا به «خپل بشپړ ډیپلوماتیک، اقتصادي او بشري امکانات وکاروي، څو د افغانانو د مطلوب راتلونکي ملاتړ وکړي، په ځانګړې توګه د افغان ښځو لاسته راوړنې وساتي.»

 

د افغانستان د تېر جمهوري نظام مرستیال ولسمشر عبدالله عبدالله او د امریکا د بهرنو چارو پخوانی وزیر انتوني بلېنکن / ایسوشیټډ پریس


بیا امریکا ووتله، او ډاکټر عبدالله لا هم په افغانستان کې دی.

هغه نه یوازې له هېواده ونه وت، بلکې هند ته له کورنۍ سره تر سفر وروسته بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستون شو. خو امریکا په افغانستان کې نشته.

که څوک یې لټوي، باید دوحه وګوري؛ د قطر ارامه او ګرانه پلازمېنه.

د ۲۰۲۱م کال د مې پر ۱۲مه، له هغې نېټې لږ څه کم یوه میاشت وروسته چې ولسمشر جو بایډن د ځواکونو د ایستلو اعلان کړی و، امریکا افغانانو ته بله ژمنه هم وکړه. دا ژمنه د امریکا د استازو جرګې د وسله‌ والو خدمتونو د کمېټۍ په یوه غونډه کې وشوه، چې موضوع یې «په افغانستان کې تازه وضعیت» و.

په دې غونډه کې د امریکا د دفاع وزارت هغه وخت لوړپوړي چارواکي ډېوېډ اېف هېلوي وویل:

«امریکا افغانستان نه پرېږدي. موږ به هلته خپل ډیپلوماتیک حضور وساتو، سفارت به مو فعال وي او دفاع وزارت به د سفارت له لارې خپلو شریکانو ته د ملاتړ د دوام تر وسه پورې هڅه کوي. همدارنګه به د ترهګرۍ له هغو ګواښونو سره مقابله کوو چې که راپیدا شي.»

اوس د ترهګرۍ ګواښ بیا راڅرګند شوی، خو امریکا له افغانستانه تللې او په دوحه کې ناسته ده.

د طالبانو د واکمنۍ د تېرو پنځو کلونو تر ټولو مهمه، خو تر ټولو لږه بحث شوې کیسه، زما په نظر، د امریکا په مشرۍ هغه پرېکړه ده چې له اګست ۲۰۲۱م وروسته یې افغانستان ته د بېرته ستنېدو پر ځای د هېواد او د هغه د نویو واکمنانو د منزوي کولو لاره غوره کړه. همدا هغه سیاست و چې واشنګټن د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، له ۱۹۹۶م تر ۲۰۰۱م کاله پورې هم عملي کړی و.

هغه سیاست په بشپړ ډول ناکام شوی و. د همدې انزوا تر سیوري لاندې القاعده دا فرصت وموند چې د سپتمبر د یوولسمې بریدونه طرحه کړي.

دغه سیاست د طالبانو واکمني بدله نه کړه. همدارنګه یې د هغه وخت طالب مشر ملا محمد عمر دې ته اړ نه کړ چې د نجونو ښوونځي پرانیزي یا ښځو ته د کار اجازه ورکړي، حتی که په بدل کې یې نړیوال رسمیت هم ورپه برخه شوی وای.

خو لوېدیځو حکومتونو همدا ناکام سیاست بیا تکرار کړ. پایله یې دا شوه چې د طالبانو په مشرتابه کې تر ټولو سخت دریځي کسان لا پیاوړي شول. انزوا د هغوي په ګټه تمامه شوه، او هغوي د ښځو او نجونو پر ضد د لا سختو محدودیتونو په عملي کولو دغه انزوا نوره هم ژوره کړه.

 

د طالبانو امېر المومنین هبت‌ الله اخوندزاده


هبت‌ الله اخوندزاده لپاره نړیوالې انزوا هغه وسیله برابره کړه چې عادي طالب غړي قانع کړي چې لوېدیځ یوازې د اسلام او په افغانستان کې د اسلامي نظام د له منځه وړلو هڅه کوي. هغه دغه انزوا د هغو طالب مشرانو د کمزوري کولو لپاره هم وکاروله چې له نړیوالې ټولنې سره د تعامل پلویان وو.

هغوي داسې وښودل شول چې ګواکې کمزوري دي او د نړیوال رسمیت په بدل کې د افغانستان د «اسلامي نظام» پر اصولو معامله کولو ته چمتو دي.

که د ښځو او نجونو پر ضد د طالبانو د فرمانونو تدریجي ترتیب وکتل شي، داسې ښکاري چې هبت‌ الله په لومړي سر کې خپل واک ازمایه. وروسته چې وخت تېر شو، محدودیتونه یې پراخ کړل، او د افغانستان دوامداره نړیواله انزوا یې د اسلام پر ضد د نړیوالې دسیسې په توګه وړاندې کړه. په دې توګه یې خپل واک ټینګ کړ او دننه مخالف غږونه یې کمزوري کړل.

د لومړنیو فرمانونو ژبه مبهمه وه. داسې ښودل کېدل چې دا محدودیتونه موقتي دي، څو افغانان او نړیواله ټولنه قانع کړي چې طالبان بدل شوي دي. او حقیقت دا دی چې د تحریک دننه ځینې طالبان رښتیا هم بدل شوي وو.

خو هغوي ډېر زر چوپ کړل شول.

د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۲۴مه لومړی فرمان صادر شو او ښځې له دندو منع شوې. ویل کېدل چې دا پرېکړه موقتي ده، تر هغه چې د ښځو د خوندیتوب لپاره مناسب انتظام وشي. خو دا پرېکړه په عملي توګه دایمي شوه، یوازې ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته وروسته اجازه ورکړل شوه چې خپلو دندو ته ستنې شي.

د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر پر ۱۱مه د مالیې وزارت ښځینه کارکوونکو ته وویل شول چې کورونو ته ولاړې شي. بیا هم ویل کېدل چې دا موقتي اقدام دی. خو د ډېری ښځو لپاره دا هم دایمي شو.

د سپتمبر پر ۱۷مه طالبانو د ښځو چارو وزارت ختم کړ او پر ځای یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت بېرته فعال کړ. همدغه وزارت وروسته د طالبانو د فرمانونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر ضد د بندیزونو، د عملي کولو اصلي وسیله شوه.

په سپتمبر ۲۰۲۱ کې د لېسې نجونو ته ښوونځیو ته د ستنېدو اجازه ورنه کړل شوه. بیا هم ویل کېدل چې دا موقتي دی. خو موقتي نه و.

په نومبر ۲۰۲۱م کې طالبانو په تلویزیوني ډرامو او نورو خپرونو کې د ښځو پر څرګندېدو محدودیتونه ولګول. په دسمبر کې بل فرمان راغی او ښځو ته وویل شول چې له محرم سړي پرته یوازې ډېر لنډ واټن سفر کولی شي.

کله چې ۲۰۲۲م کال راورسېد، محدودیتونه زیات شول، سخت شول او د لومړیو ورځو هغه مبهمه ژبه نوره ختمه شوه. هبت‌ الله اوس ځان ډېر ځواکمن او خوندي احساساوه او د تحریک د مشرتابه دننه د مخالف نظر پروا یې کمه کړې وه.

په مارچ ۲۰۲۲م کې، یوازې څو ساعته مخکې له دې چې د ټولو ټولګیو نجونو لپاره ښوونځي بېرته پرانیستل شي، هبت‌ الله د طالبانو خپله ژمنه لغوه کړه او د نجونو ښوونځي یې بند وساتل.

 

د طالبانو د واکمنېده نه پس د جینکو د یو ښوونځی  تش ټولګی / هیومن رايټس واچ


دا پرېکړه ځانګړې مانا لرله.

که ښوونځي هغه ورځ پرانیستل شوي وای، ډېر امکان و چې امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه بېرته افغانستان ته ستانه شوي وای. حتی کېدی شوای د طالبانو حکومت ته د رسمیت ورکولو بهیر هم پېل شوی وای. خو ښکاره شوه چې هبت‌ الله نه نړیوال رسمیت ته ډېره اړتیا لرله او نه یې غوښتل لوېدیځ هېوادونه بېرته افغانستان ته راستانه شي.

په ۲۰۲۲م کال کې نور محدودیتونه هم راغلل.

هوايي شرکتونو ته وویل شول چې هغه ښځې دې الوتکو ته نه خېژوي چې محرم ورسره نه وي. ښځو ته د بشپړ حجاب حکم وشو، او د برقعې کارول ترجیح وبلل شول، که څه هم په ښکاره ډول لازمي ونه ګرځول شول.

بندیزونه همداسې روان وو.

ښځینه تلویزیوني ویاندویانو ته د مخ پټولو امر وشو، ښځینه هوايي خدمتګارانې له دندو وایستل شوې، ښځې له پارکونو او جیمونو منع شوې او تفریحي ځایونو ته یې لاسرسی محدود کړل شو، تر دسمبر ۲۰۲۲م پورې بیا ښځې له پوهنتونونو هم منع شوې، په اګست ۲۰۲۲م کې ښځینه محصلینو ته امر وشو چې په ټولګیو کې خپل مخونه پټ کړي.

خو د نړیوال رسمیت وعدې هم هبت‌الله قانع نه کړ. د نړیوالې ټولنې اعتراضونو او ګواښونو د طالبانو یو فرمان هم بدل نه کړ. برعکس، محدودیتونه نور هم زیات شول. کله چې ۲۰۲۳م کال پېل شو، د هبت‌ الله له خوا نور فرمانونه هم راغلل.

د ۲۰۲۳م کال د اپرېل په لومړیو کې طالبانو ښځې د ملګرو ملتونو په ټولو دفترونو کې له کاره منع کړې. دا ښکاره نښه وه چې هبت‌ الله نه پر افغانستان د لګول شویو بندیزونو پروا لري او نه نړیوال رسمیت ورته مهم دی. برعکس، داسې ښکارېدل چې دا بندیز په قصدي توګه نړیواله ټولنه لا لیرې کولو لپاره لګول شوی و.

او له بده مرغه نړیوالې ټولنې هم د طالبانو د مشر په ګټه هماغه بې‌ ګټې سیاست ته دوام ورکړ. د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار بندیز د ۲۰۲۲م کال د دسمبر له هغه پخواني فرمان څخه جلا و چې ښځې یې په ټولو نادولتي موسسو کې له کاره منع کړې وې.

 

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان یوه ښځینه کارکوونکې د خپل مسولیت پر مهال

 

دا توپیر ښيي چې هبت‌ الله د ښځو او نجونو پر ضد خپل فشار په تدریجي توګه زیات کړ. د ۲۰۲۳م کال تر پایه طالبانو د ښځو ټول ښکلا سالونونه وتړل. دا د هغو محدودو ځایونو له منځه یو و چې ښځو ته یې د عاید سرچینه برابروله. همدارنګه نجونې له خصوصي تعلیمي کورسونو هم منع شوې.

په ډېرو برخو کې ۲۰۲۴م کال لا سخت و.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ښځو د لباس، تګ راتګ او عامه ژوند په اړه پراخ محدودیتونه په رسمي مقرراتو بدل کړل. تر دسمبر ۲۰۲۴م پورې طالبانو ښځې له طبي زده کړو، د نرسنګ او قابله‌ ګۍ په ګډون، منع کړې.

په مارچ ۲۰۲۴م کې طالبانو اعلان وکړ چې د دوي د شریعت د تعبیر خلاف چلند کوونکو ښځو لپاره به عامه دره وهل او سنګسار عملي کېږي. له هغه وروسته د ښځو پر وړاندې د داسې سزاګانو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

په ۲۰۲۵م کال کې د واده او د ښځو د واده د حقونو په اړه یو نوی فرمان صادر شو، چې د ښځو لپاره د لږ شمېر مثبتو اقداماتو له ډلې و. په دې فرمان کې په زور واده منع شوی و، دا روښانه شوې وه چې مهر د ښځې حق دی، او ښځې او نجونې کولی شي که نارینه سرپرست یې د واده حق تر پښو لاندې کړي، عدالت ته شکایت وکړي.

خو فرمان د کم عمره نجونو ودونه نه منع کول.

په جنوري ۲۰۲۶م کې طالبانو د عدالتونو لپاره د جزايي اجرااتو نوی قانون صادر کړ. د بښنې نړیوال سازمان د ۲۰۲۶م کال د مارچ په راپور کې ویلي دي چې دغه قانون د جنایي سزاوو ترڅنګ د جنسیت پر بنسټ تبعیض هم په رسمي قانوني چوکاټ بدل کړی دی.

بښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې دا قانون د بدني سزاوو له لارې شکنجه او ناوړه چلند ته قانوني بڼه ورکوي، د ګڼو جرمونو لپاره د مرګ سزا اجازه ورکوي او د جنسیت، مذهب، عقیدې او ټولنیز مقام پر بنسټ تبعیض پیاوړی کوي.

 

هیومن رایټس واچ


د ۲۰۲۶م کال په اګست کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یو راپور کې وویل چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر ضد له سلو زیات فرمانونه صادر شوي دي. افغانستان ښيي د واشنګټن له سرلیکونو ورک شوی وي، خو هره ورځ چې واشنګټن پر انزوا ټینګار کوي، د طالبانو تر واک لاندې افغانان د دې سیاست بیه ورکوي.

دا سیاست د واکمنو پر ځای تر ټولو ډېر کمزوري خلک ځپي.

د طالبانو د پنځو کلونو واکمني دا ښيي چې د واشنګټن د انزوا سیاست یوه ډېره ګرانه او ناکامه تجربه ده.


دې سیاست طالبان کمزوري نه کړل. برعکس، د هغوی سخت دریځي مشران یې پیاوړي کړل او ښځې او نجونې یې تر ټولو درنو پایلو سره مخ کړې.

که واشنګټن په رښتیا د افغانانو ترڅنګ درېدل غواړي، باید د سزا ورکولو او سیاست ترمنځ توپیر وکړي. امریکا باید له افغانستان سره تعامل ته بېرته راوګرځي او په کابل کې حضور بېرته جوړ کړي.

دا کار د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نه لري. اوس هم په افغانستان کې د نږدې ۱۷ هېوادونو سفارتونه فعال دي، خو له روسیې پرته هېڅ یو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

تعامل، رسمیت نه دی.

خو د افغانستان پرېښودل، د افغانانو پرېښودل دي.