لکي مروت : په لکي مروت کې د پولیس امن کمېټۍ او د بنو ریجن د پولیسو ترمنځ تر خبرو وروسته لیکلې هوکړه شوې ده. د هوکړې له مخې، د امن کمېټۍ غړي به د پولیسو له رسمي نظام سره موازي ځواک نه جوړوي او هره چاپه، نیونه او بله کارروایي به د ضلعي پولیس مشر په مخکینۍ اجازه کوي.

 

دا هوکړه ،د اګست په ۲۹مه، د پولیس امن کمېټۍ، د بنو ریجنل پولیس افسر غفور اپریدي، سیمه ییزو چارواکو، قامي مشرانو او د قامي اسمبلۍ غړي شیر افضل مروت ترمنځ تر مذاکراتو وروسته شوې ده.

 

د هوکړې له مخې، امن کمېټۍ منلې دي چې د هر ډول چاپې یا نیونې تر مخه به د کارروایي د ځای، هدف او ګډون کوونکو کسانو په اړه ضلعي پولیس مشر ته معلومات ورکوي او د پولیسو د کمانډ لاندې به فعالیت کوي.

 

په هوکړه کې دا هم ویل شوي دي چې د امن کمېټۍ غړي به هېڅوک له قانون پرته په خپل حراست کې نه ساتي. که د کومې مقدمې مطلوب کس ونیول شي، هغه به پولیسو یا بلې اړوندې سرکاري ادارې ته سپارل کېږي. د کمېټۍ غیرمجاز غړي به د پولیسو یا بلې سرکاري ادارې وردي نه اغوندي او نه به سرکاري اختیارات کاروي.

 

د هوکړې له مخې، سرکاري وسله، ګاډي او د رابطې وسایل به په شخصي دښمنیو، قبایلي شخړو یا سیاسي مقصدونو کې نه کارول کېږي. د سرکاري وسلې او نورو وسایلو د ورکړې او بېرته سپارلو ریکارډ به هم ساتل کېږي.

 

امن کمېټۍ دا هم منلې دي چې غړي به یې په احتجاجونو، پرلتونو، د سړکونو په بندولو او سیاسي فعالیتونو کې برخه نه اخلي.

 

بنو او لکي مروت کې د سرکاري ودانیو د ساتنې لپاره د وفاقي کانسټبلرۍ د نهو پلاټونونو غوښتنه شوې
بنو او لکي مروت کې د سرکاري ودانیو د ساتنې لپاره د وفاقي کانسټبلرۍ د نهو پلاټونونو غوښتنه شوې
بنو او لکي مروت : د امن کمېټۍ د یو غړي د بې درکه کېدو پر ضد احتجاج، د پولیسو چارې اغېزمنې شوې
بنو او لکي مروت : د امن کمېټۍ د یو غړي د بې درکه کېدو پر ضد احتجاج، د پولیسو چارې اغېزمنې شوې
د لکي مروت مغوي پولیس اهلکار سمیع‌ الله خان راخوشی شو
د لکي مروت مغوي پولیس اهلکار سمیع‌ الله خان راخوشی شو

 

د پولیس اهلکارو د تبادلو په اړه د مذاکراتو پر مهال دا فیصله هم شوې ده چې د ۵۷ پولیس اهلکارو د تبادلې وروستي حکمونه به بېرته اخیستل کېږي. د هوکړې له مخې، امن کمېټي به په راتلونکي کې د پولیس اهلکارو د تبادلو پر سر احتجاج نه کوي.

 

د بنو ریجنل پولیس افسر غفور اپریدي تر مذاکراتو وروسته ویلي دي چې د امن کمېټۍ د هغو اهلکارو قربانۍ به له پامه نه غورځول کېږي چې د وسله والو پر ضد یې په عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

 

دا مذاکرات وروسته له هغې وشول چې د لکي مروت پولیس اهلکار سمیع الله خان تښتول شوی و. سمیع الله خان وروسته راخلاص او پولیسو ته وسپارل شو، چې ورپسې د پولیس امن کمېټۍ خپل احتجاج هم ختم کړ.

 

د پولیس امن کمېټۍ او چارواکو ترمنځ وروستۍ هوکړه په لکي مروت کې د کمېټۍ د واک، د پولیسو د کمانډ او د عملیاتو د طریقې په اړه تر وروستیو اختلافونو وروسته شوې ده.